د (نه) ویلو هنر زده کړئ

لیکنه : نوراحمد فضلي

د مبایل د زنګ اواز اورئ، همدا چې مبایل پورته کوئ، ملګری مو سلام او ستړي مه شي درته کوي او تر لنډې احوال پوښتنې وروسته ستاسې نه غوښتنه لري، داسې یوه غوښتنه چې ستاسي د کاري، زماني، کورنیو یا اقتصادي شرایطو سره په هیڅ رقم سر نه خوري. بخښنه غواړئ او نه شئ کولی چې زموږ د رایجو فرهنګي ضرورونو له مخې یې غوښتنه رد کړئ. هغه ته ژمنه ورکوئ چې غوښتنه یې ستاسې تر وس لوړه ده یا یې په پرځای کولو کې تاسې په ستونزو کې راګیرېږئ. څو ساعته وروسته ستاسې ملګری بیا زنګ در وهي او ګوري چې تاسې غوښتنه څنګه کړې ده. ملګری مو اوس هم ستاسې څخه په یو شکل غوښتونکی دی؛ ځکه چې تاسې هغه ته ژمنه ورکړې ده! دا ستاسې په ژوند کې د یوه نازک حالت پیل دی. تاسي یا ورکړې ژمنه نه عملي کوئ یا د ملګرو او دوستانو سره ستاسې د اړیکو خرابېدو او ستاسې په انساني اړیکو کې د کشمکش راولاړېدو سبب کېږي یا خپله ژمنه پوره کوی چې بیا هم ستاسې په شخصي یا کورني ژوند کې د خړپړتیا او کشمکش راولاړېدو یا ستاسې لپاره د کاري، ټولنیزو یا اقتصادي ستونزو راولاړېدو سبب کېږي.

د آلمان د مونستر پوهنتون او د اعصابو علومو د څېړنو مرکز پروفیسور استاد، ګرجي لیکې: موږ ټولو په ژوند کې دا ډول تجربې لیدلي دي. خو آیا تر اوسه مو پر داسې زرینه او طلايي کلمه چې کولای شي دې رواني جنګ ته ستاسې د ور ننوتلو څخه مخنیوی وکړي؛ فکر کړی دی: نه!

په یقیني توګه دا ډېره آسانه ده چې هرې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایو؛ خو په کومه بیه؟ په ډېرو حالاتو کې د یوه کار په پیل کې د نه ویل ستاسې د رواني بهتروالي تضمین او د کمشکشونو او هیجانونو په ګړنګ کې د لوېدلو څخه مخنیوی کوي. باید پوه شو چې د یوې غیرمنطقي غوښتني یا تقاضا په وړاندې چې تر عُهده یې موږ نه سو وتلای – منفی ځواب ورکول زموږ د ځان غوښتنې یا بې معرفتۍ په معنا نه دي.

دا چې تاسې یوازې په مناسبو حالاتو کې له نورو سره د مرستې کولو لپاره چمتو یاست په دې معنا نه دي چې باید هرې غوښتنې ته هو ووایاست. موږ اکثره چې کله خپلو دوستانو یا ملګرو ته منفي ځواب ورکوو، په یو ډول خپل ضمیر ته پړه کېږو یا د شرم احساس کوو. د غیرمنطقي غوښتنو په وړاندې د منفي ځواب ورکولو لپاره تمرین کول کولای شي په تاسې کې پر ځان باور پیاوړی کړي چې پرته له دې چې په تاسې کې د کمترۍ یا بدۍ احساس پیدا شي په خپل ژوند کې د نامطلوبو او بې مورده غوښتنو د کشمکشونو له شره خلاصون ومومئ. ځینې وختونه د (متاسفانه، ددې کار تر عهدې سم وتلای) ورته جملو کارول د شاوخوا کسانو د نامطلوبو غوښتنو دوسیې پر مخ تړي. کوښښ مه کوئ چې د غیرواقعي بهانو په جوړولو سره ددې غوښتنو څخه د لنډ وخت لپاره ځانونه خلاص کړئ، ولې چې غوښتونکی به د خپلې غوښتني د تحمیل لپاره حتمن تاسې ته لاره پیدا کوي.

که کوم چا ستاسې څخه د پور غوښتلو یا یو غیرقانوني کار کولو غوښتنه وکړه، کوښښ مه کوئ چې د (اوس پیسې نه لرم… ممکن تر څو نورو اوونیو پورې) یا (اوس په سفر روان یم، صبر چې راشم) او دې ته ورته جملو په کارولو سره د موقت وخت له پاره د نوموړي څخه ورک شي. نوموړی بیاځلي تاسې پیدا کوي او مجدداً پر تاسې فشار راوړي. هغه (نه) چې د سبا یا څو اونیو کشمکش وروسته یې ویلو ته اړ کېږي، په هماغه اوله ورځ یې ووایاست او ځان ور څخه خلاص کړئ.

دا ستونزو په ډيرو حالاتو کې د کوچنیوالي دوران روزني ته ورګرځي. موږ او تاسې اکثرو چې به د کوچنیوالي په دوران کې د مشرانو د یوې نامعقولي غوښتني په مقابل کې د (نه) ځواب ورکاوه، والدینو یا سپین ږیرو به بې آبه کولو او بې آدبه به یې ګڼلو او ځینې وختونه به یې تنبیه کولو هم. له همدې ځایه دي چې د ((نه)) کلمه زموږ په وجود کې د وهم، ګناه او بې کفایتۍ د احساس سره غوټه خوړلې ده. دغه ناخوښه او نامطلوبه احساس کله په غټوالي کې داسي زموږ وجود په خپل تصرف کې راولي چې د خپل ژوند اصلي وظایف او چوپړتیاوي چې باید خپل ځان یا خپلې کورنۍ ته یې وکړو، موږ د نورو له پاره په خدماتي مامورینو بدلیږو. د هغو غوښتنو ردول چې موږ یې د عملي کولو وس نه لرو یا ئې عملي کولو ته خوښ او مایل نه یو، زموږ په ژوند کې د نویو فرصتونو ور پر موږ را خلاصوي، د خپل شخصي ژوند څخه د خوند اخیستلو له پاره کافی وخت راته چمتو کوي او د ژوند پر اصلي وظایفو په تمرکز کې زموږ وړتیا را زیاتوي.

کلینیکې څېړنو ښودلې ده چې د (نه ویلو) ناتوانۍ اصلي لاملونه د نورو سره په مرسته کولو کې د اړتیا احساس، د بې احترامۍ څخه بېري، ټینګار، له کشمکشه وهم، د اړیکو خرابېدلو بېري، د فرصت ضایع کېدو څخه په اندېښمن کېدا او… عواملو پوري مرتبط دي.

د (نه ویلو) د تمرین له پاره کولای شي چې د خپل ژوند د لومړنیو مهمو کارونو، ارزښتونو او اولیتونو یو نوملړ د ځانونو له پاره جوړ کړئ. لومړی مو خپله ټوله وړتیا پر دې کارونو متمرکزه کړئ او که په وروسته کې مو وخت درلود، کولی شئ د نورو سره مرستي او کومک کولو ته یې وقف کړئ. کاغذ را واخلئ او د ټولو هغو موقعیتونو چې یوازي د یوه نا اړونده ((هو)) په ویلو سره په کشمکش او اضطراب کې راګیر سوي یاست، یو نوملړ ترتیب کړئ. وروسته کوښښ وکړئ چې ځان په مخکیني حالت کې راولئ او په وړاندې یې مناسب منفی ځواب پیداکړئ. مه هېروئ چې ستاسي ځواب باید ښکاره او څرګند وي. دا ستاسي سره مرسته کوي چې په راتلونکې کې د ورته حالاتو سره د مخامخ کېدا پر مهال مناسب ځواب ولری. کوښښ وکړئ چې د یوې غیرمنطقي غوښتني په وړاندې د یوه مثبت ځواب ورکولو له امله د کشمکش او اضطراب د هغې ضربې چې ستاسي د وجود پر روح او روان، ستاسي پر کورنۍ او همدارنګه ستاسي د شاوخوا پر کسانو یې واردوي؛ په اړه فکر وکړئ. دا به د (( نه ویلو)) وروسته د شرم یا ګناه احساس د له منځه وړلو له پاره ډېر مرسته کوونکی وي.

کوښښ وکړئ چې د ماشومانو په روزنه کې یادو سوو ټکو ته پاملرنه وکړئ. دوی ته ور وښیاست چې په کومو حالاتو کې باید په ډاډه زړه او د تنبې یا تحقیرېدا له وهم پرته حتا خپلو ډېرو نزدو کسانو ته ((نه)) ووایي. د نورو د غوښتني ردولو د دلیل منطقي واله کولای سي د هغه د سلوک له پاره د منلو وړ شرط وي. څېړنو ښودلې ده چې د ((نه ویلو)) په ډیرو وختونو کې د ماشومانو د جنسي استفادې او نورو زیانونو څخه ساتنه کوي.

د (( نه ویلو)) په کلمه کې باید ښکاره او څرګند و اوسئ او هغه د نورو پر وړاندې د آدب په رعایت سره ښکاره کړئ. په داسي وخت کې ددې احتمال چې غوښتونکی ستاسي د ځواب څخه و ځوریږي حداقل ته راکمیږي. ستاسي له پاره چې لا مو نه دي زده کړي چې (( نه )) ووایاست، په پیل کې به ددې ویل ډېر سخت وي. خو د اندېښنې خبره نه ده، تمرین وکړئ. په لومړني (( نه ویلو)) سره به ستاسي وجود داسي د توان او قدرت احساس واخلي چې خوند او لذت به یې تاسي ته د راتلونکو یا وروستنیو غیرمنطقي یا ناممکنو غوښتنو د ردولو وړتیا درکړي. ډاډه اوسئ کوم کسان چې ددې زریني او طلايي کلمې ویلو وړتیا او توانايي لري، آرام او له سردرده خلاص ژوند تېروي او ډېر لږ د کشمکش او اضطراب په دام کې راګیریږي.