د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په شام درې ځنګل کې اور لا هم نه دی کابو شوی.

د ولایتي ادارې چارواکي او ولسي خلک له څلور ورځو راهیسې هڅې کوي چې اور مړ کړي؛ خو لا هم نه دي توانېدلي چې اور مهار کړي.
مرستیال والي شیخ زر محمد حقاني وايي چې سختو بادونو یې کار ټکنی او ستونزمن کړی دی.