د نورو نه کامیاب اوسه

داسی به مو ډير لیدلی وی چی په یوه مجلس کی د دوه کسانو خبري په جنګ او خفګان اوښتی وی او د نورو دوه بیا دغه خبری د مینی او ورورولي سبب شی داسی ولی کیږی ځکه چی دغه ته د خبرو کولو مهارت وایی .

داسی به مو هم ډير لیدلی وی چی دوه ملایان یوه خطبه وایی او کلمات یی یو شی وی خو دیوه ملاء د خطبی د ویلو پر مهال ناست کسان یا په خپلو کی خبری کوی او یا هم د دغه ملا خطبی ته دمره اهمیت نه ورکوی خو د بل ملا خطبی ته ټول ارام ناست وی او په ډير دقت د هغه خطبه اوري د دغه دواړو په منځ کی دا ښکاره فرق ولی دی ځکه دی ته د تقریر مهارت ویل کیږی .

داسی ولی کیږی چی کله په یوه مجلس کی کوم کس خبری کوی نو ټول ورته چپ وی او هغه نه سترګي نه اخوا کوی خو یو بل کس چی په مجلس کی خبری کوی نور دوه دوه په خپلو کی لګیا وی او ډير په کی د مبایل لیکونه ګوری دا ولي ؟ ځکه دی ته د خبرو کولو مهارت وایی

داسی به مو هم ډير لیدلی وی چي په مکتب یا پوهنتون کی ډير کم استادان داسی وی چی محصلین دهغه نه ګیر چاپیره ولاړ وی څوک ورسره مشوره کوی او څوک ترینه پوښتنی کوی ، که د تفریح وخت شی ټول شاګردان ترینه را تاو وی ، هر کس دا خوښوی چی د هغه سره کیني ، او نور استادان داسی وی چی هغه په لاره یواځي وی ، د تفریح په وخت کی څوک ن وی ناست او که چیرته په خپل دفتر کس د سهار نه تر ماښامه ناست وی یو مخصل هم زړه نه ښه کوی چی ورشی ، داسی ولی وی دی ته د خلکو سره د معاملي مهارت وایی .

داسی ولی کیږی چی کله یو کس یو عام مجلس ته راشی ټول ورته ودریږی او په مسکا ورسره ستړی مشی کوی او هر کس غواړی چی د هغه په خوا کی کینی خو کله چی کوم بل کس دغه مجلس ته راشی نو په نه زړه او یا هم د عادت له لاری ورسره ستړی مشی کوی او ځوک نه غواړی چی په څنګ کی یی کینی اخر داسی ولی کیږی دا ځکه چی دی ته د خلکو د حذبولو او په زړونو کی د ځایی پیدا کولو مهارت وایی .

داسی ولی وی چی کله یو پلار کور ته راشی بچی ورته خوشخاله وی او ورمڼدی وهی خو یو بل پلار چی کله کور ته را ننوزی نو ټول تیت او پرک شی د هغه سره د مخامخ کیدو نه ډاریږی دا ځکه چی دی ته د بچیو سره د معاملی مهارت وایی .

هر انسان د بل څخه بدل عادات او مهارتونه لری نو ځکه د نورو خلکو سره د دوی معامله هم د یوه بل نه مختلفه وی ، خو د خلکو په زړه کی ځایی پیدا کول چی څومره اسانه دی کیدای شی تاسو د هغ تصور هم نوی کړی .

زه په خپلو خبر و کی غلو نه کوم دا کار ما په خپله څو واری تجربه کړی دی او دا ارته معلومه شوی چی د خلکو زړونه ګټل ډير زیات اسان دی خو د نورو زړونو ته لار پیدا کول یو شرط لری او هغه دا چی مونږ ه دغه طریقی په پوره مینه سره وکړو او هغه خپل فطرت وګرځوو .

زه د دیارلسو کالو راهیسی په حربي پوهنتون کی امام او خطیب یم ، زه به چی کله د حربي پوهنتون جامع جومات ته ورتللم نو په هاغه لویه دروازه به ورتلم چی هلته به هر وخت یو ساتونکي ولاړ وه ، ما همیشه دا کوشش کاوه چی د دروازی دغه ساتونکي ته د سلام سره یوه نری مسکا وکړم ، ما تل د سلام ویلو سره هغه ته په مسکا کتل ، د لمانځه نه وروسته به چی زه بیرته کور ته ګرڅیدم نو ما به خپل مبایل را واخیست او خلاص به می کړ هلته به می ډير لیکونه لیدل چی د لمانځه په وخت کی ماته راغلی ول زه به د هغه لیکونو په ویلو مصروف شوم او د دروازی هغه ساتونکی به دروازه خلاصه کړه خو زما سترګي به په مبایل خښی وی تر دی چی یوه ورځ یی ناڅاپه ودرولم او راته یی و ویل :

ای شیخه ! ایا ته زما څخه خفه يی ؟

ما ورته وویل : نه ، ولي؟

هغه راته وویل : کله چی ته جومات ته راځي نو ماته سلام کوی او په مخ دی مسکا وی خو کله چی تاسو بیرته د جومات څخه اوځي نو ستا په مخ هغهسی مسکا نه وی !؟

هغه بیچاره قسمونه خوړل شروع کړل چی شیخ زه درسره مینه لرم او ستا په لیدلو خوشحالیږم ، ما د هغه نه بښنه وغوښته او د خپل مصروقیت می ورته بیان کړ .ورورسته پوه شوم چی دغسی مهارات زمونږه عادت ګرځيدلی کله چی یی ونکړو نو خلک راته ګوته نیسی .

رڼا:هیڅ وخت دا کوشش مه کوه چی مال وګتی او خلک بایلی د خلکو د زړونو ګتل اصلا د مال د ګتلو یوه طریقه ده

سرچینه:نن ټکی اسیا