د نورو په کارونو کې مداخله مه کوئ!

لیکنه: حمیدالله حمیدي

ډېری وخت د نورو خلکو په کارونو کې مداخله هم خپله مداخله کوونکي ته زیان رسوي او هم مقابل لوري ته. موږ ډېری وخت د نورو په کارونو کې مداخله خپله لاسته راوړنه ګڼو او فکر کوو چې زموږ منطق تر ټولو قوي دی او هغه څوک مو چې پر وړاندې مخالفت کوي، نیوکه پرې کوو، غواړو هغه مسیر ته یې برابر کړو چې زموږ خوښه وي. خدای پاک انسانان داسې پیدا کړي چې فکرونه یې له یو بل سره برابر نه دي. ټول نارینه او ښځینه هغه که ځوان وي یا زوړ، ځانته ځانګړي خویونه او عادتونه لري. هېڅوک نه شي کولی نور خلک د خپل فکر تابع کړي، نو ځکه همدا لامل دی چې هر سړی له خپل فکر سره سم ذهني ارامتیا رامنځته کولی شي.

ذهن هېڅکله تش مه پرېږدئ!

تش ذهن د شیطان د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه ځای دی. ډېری شیطاني کارونه د خالي ذهن پر مهال رامنځته کېږي. ذهن مو په مثبتو او ارزښت لرونکو فکرونو ډک کړئ، همدا اوس یو مصروفیت پیدا کړئ، د خپلې خوښې داسې یو کار وکړئ چې انګېزه مو را وپاروي. تاسو باید تصمیم ونیسی چې کوم کار مو ډېر په ګټه دی، پیسې که ذهني ارامتيا؟ ان که غواړی استراحت وکړی، تر هغه چې خوب مو وړي د خدای پاک ذکر وکړئ.