د نولس کلنې ملي لوبډلې دویم پړاو تمریناتي کمپ پیل شو

د افغانستان له نولس کلونو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د تېر یو میاشتني تمریناتي کمپ وروسته، دویم پړاو تمرینات هم پیل شول.

دغه تمریناتي کمپ تېره ورځ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شو چې ۶ ورځې به دوام وکړي او د روانې نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه به پای ته ورسېږي.

په یاد تمریناتي کمپ کې هغه لوبغاړي برخه لري چې د راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام سیالیو لپاره په افغان ملي لوبډله کې ځای پر ځای شوي دي.

افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله به د یادو تمریناتو په ترڅ کې د ننګرهار له الف لوبډلې سره ۴ یوورځنۍ تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د راتلونکو سترو سیالیو لپاره د افغان نولس کلنې ملي لوبډلې شل کسیز نوملړ اعلان شو، چې ټاکل شوې ده د روان تمریناتي کمپ په پای کې په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شي.