د نوم لومړی توری مو ولیکئ

د نوم لومړی توری مو په شخصیت څومره اغیزمنیږي!؟

د انګلیسي تورو له مخې د خپل نوم لومړی توری د خپل شخصیت په هینداره کې وګورئ.

شیکسپیر ویلي وو نوم کې څه دي،خو نوم د انسان په ژوند کې مهم رول ترسره کوي او د هغه د شخصیت او ځانګړتیاوو انځور کیږي له دې امله خلک د خپلو اولادونو نومونه په ډیر فکر او غور ږدي او بیا د همدې نوم له مخې پخپل شخصیت کې د صلاحیتونو او وړتیاوو د پلټنې هڅې کوي خو د ډیرو خلکو په اند د نوم لومړی توری ورته ډیر اهمیت لري

په دې اړه یوه په زړه پورې څیړنه مو مخته ږدو ـ j,choudry

✔A

د ډیرو خلکو نومونه په A پیلیږي او د پوهانو له وړاندوینې سره سم داسې خلک ډیر باوري، د مشرولۍ صلاحیتونو خاوندان او هره شیبه د عصریتوب په لټه کې اوسي، خو په عین حال کې د دې توري لرونکي خلک په ازاد ژوند تیرولو کې زړه لري او خوښیږي یې.

✔B

ـ د کومو خلکو نوم چې په B پیلیږي هغوی په عام ډول احساساتي،مهربان،په ډالۍ ترلاسه کولو خوښ او خپلو خلکو او مینه والو سره بې بریده مینه کوي او بیرته ترې د ورته مینې تقاضا کوي.

✔C

ـ د C توری د باصلاحیته او ځانګړو وړتیاوو، پوره خلکو نښه ده او داسې خلک ساده او د خپل مال دولت په اړه ډیر محتاط وي

په عام ډول دا خلک خپل د ژوند له ملګري سره ډیره مینه کوي او ټولنیز ژوند خوښوي.

✔ D

ـ د D په توري پیلیدونکو نومونو خلکو کې د یو څه کولو جذبه،چې ترې په میراث پاتې شي ،کاروباري صلاحیت او تحکمانه ډول ژوند نښې او عنصر پکې څرګند لیدل کیږي.

دا خلک د باور وړ، پاک خوښي او د نورو په کار راتلونکي وي او د خپلې بریا لپاره نه یوازې له هر بریده تیریږي بلکې منزل ته تر رسېدو پورې خوښ نه شي اوسیدلی.

✔E

ـ د E په توري پیلیدونکو نومونو درلودونکي خلک د نورو د قایلونې وړتیا لري له شرافت او ازادۍ سره مینه لري

که څه هم دا خلک د زړه راښکونکي شخصیت او نورو د دوست کولو صلاحیت او ژبه خو لري،خو د باور وړ دوست نه شي ثابتیدای.

F✔

ـ د چا نوم چې په ” F“ توري پیلیږي هغه د ښه پلان جوړونې ترڅنګ وفادار او د خلکو په ځان راټولونې مهارت لري

خو داسې خلک په هره مسله کې له بریده اوښتې مثبته کړنه لري.

G✔

ـ د په توري پیلیدونکو نومونو خلک په بامقصده ژوند تیرولو باور لري ځکه خو له تاریخ او مذهب سره اړوندو کتابونو مطالعه او سفر کول یې ډیر خوښیږی او دا خلک په یوه خاص لوري ژوند تیرول غواړي البته د خلکو نصیحت او لاسوهنه نه خوښوي.

✔ـ H ـ

په دې توري پیلیدونکو نومونو خلک په قدرتي توګه د دولت ترلاسه کولو صلاحیت لري تر څنګ یې تخلیقي وړتیاوې هم لري البته دا خلک ځان باوره او په خلکو د حکم چلونې هڅه کوي.

✔ـ I ـ

هغوی چې نوم یې په دې توري پیلیږي داسې خلک د خپلو حقونو لپاره ټینګ ودریږي او په باعزته ژوند باوري وي سربیره پر دې دا خلک د فیشن ډیر مینه وال وي او په نورو تخلیقي برخو کې د په زړه پورې هنر او عمل خاوندان وي.

J ـ ✔

دا توری د بې رحمه جذبو انځور دی او داسې خلک د خپل خواهش پوره کونې لپاره د هیچا خاطر په پام کې نه نیسي البته دا خلک د داسې ژوند ملګري په لټه کې وي چې ورسره ورته یا ترې د ډیرو صلاحیتونو خاوند / خاونده وي.

K✔

داسې خلک حیاناک،شرم کوونکي او د راز ساتلو تر څنګ ډیر احساساتي وي، ژوند بامقصده غواړي سربیره پر دې پخپل ذات باوري او مسایل پخپل لاس کې د اخیستنې روږدي وي همدا راز له خپلو مشرانو او خپلوانو سره لیونۍ مینه لري.

L✔

ــ دا خلک په ځواک پوره او رنګین شخصیت خاوندان وي که څه هم دا خلک خپله وفاداري بدلوي او له چا ” یو “ سره ژوره او ټینګه مینه نه کوي ،خو د ښې راتلونکې لرونکي وي ـ

M✔

د چا نوم چې په دې توري پیلیږي ،خورا ذهین، جرآت او زړورتیا تر څنګ به د ډیر زیار روږدي وي ـ یو ښه د ژوند ملګری او ناصح ثابتیږي.

N✔

دې ډول خلکو کې د لیکنې او هنر غوره صلاحیتونه وي، مطالعه کوونکي وي او ناکراره هم وي، ځکه خو ترې اکثره خلک لیرې اوسي او همدا لامل دی چې داسې خلک له هر پلوه د پوره کېدو په لټه کې وي او خپل د ژوند په ملګري سخته څارنه ساتي.

O✔

دا خلک تعلیم او ذهینتوب ته په بل هرڅه لومړیتوب ورکوي ځکه خو یو ښه استاد او لیکوال وي دا خلک د ښو اخلاقو خاوند او حق لپاره له زړه نه ولاړ وي او همدا خوبۍ په خپل ملګري کې هم لټوي.

P✔

دا خلک د روښانه فکر او تخلیقي وړتیاوو تر څنګ د نورو صلاحیتونو خاوندان هم وي دا ډول انسان د خبرلوڅۍ له امله طنزي حس هم لري او تل د یوه ښه مخ لرونکي ملګري پلټونکی وي.

Q✔

داسې خلک ښه لیکوال او ویناوال وي، یو څه جادوګر،اداکار او ډرامه لیکونکی وي سربیره پر دې د ځانګړي شخصیت خاوند وي او د وخت او زمانې رواجونه نه نقلوي بلکې خپل ځانګړی انداز غوره کوي.

R✔

دا خلک وفادار، زړه سوانده او مینه کوونکي انسانان وي او ښه خبره یې دا چې ګواښونو ته مخامخ کیږي ترې هیڅ ډار نه لري

د امن ژوند تیرونې تر څنګ ذهین د ژوند ملګری خپلوي.

S✔

دا توری د جنسي راښکون او رنګینو وړتیاوو نښه ده له دې امله د خلکو لپاره ښه ښکاره کیده خوښوي ستونزمن کار او مفکورې پیلوي چې د بریا لپاره سخته خواري غواړي خو داسې خلک مخلص او خوبونو په نړۍ کې د اوسیدونکو خلکو له جملې څخه دي،خپله د چا په محبت کې ډیر نه ښکیلیږي،خو نور سوزوي.

T✔

دا خلک خپل ځانونه دومره بوخت ساتي چې ټولنیزې اړیکې نه شي ساتلی له همدې امله دا خلک پخپله راتلونکې تمرکز ساتي او که کوم کار یې له توقع سره سم ترسره نه شي،نو خفه کیږي البته په ژوند کې د پرمختګ په لور مزل کوي.

U✔

دا خلک د غوره ځانګړو وړتیاوو تر څنګ لوی هنر مند او لیکوال وي البته د ډیرې بې ترتیبۍ او خپلې لوږې له امله مشهور وي ځکه یې نو نورو سره ګوزاره بیخي سخته وي.

V✔

دا ډول خلک خواریکښ او په عملي خبرو باور لري، دا ډیر وفادار، مینه کوونکي او د ډیر نرم زړه خاوندان وي داسې خلک په ژوند کې د خپلو بې شمیره صلاحیتونو له امله ډیر څه ترلاسه کوي البته چا سره چې مینه کوي پرې لاسبري کیدل غواړي.

W✔

که د نوم توری دې په دې پیلیږي، نو ډیر د زړه سوۍ،بې بریده مینې کولو او هر اړخیز نوښتګر شخصیت خاوند یې ـ

تاسو راز سینې ته رانیسئ ځکه چې د ډیر باور وړ یاست.

X✔

دا خلک په ارام، مشرۍ کولو او په کومه یوه موخه نه ودریږي بلکې په ژوند کې د ارامتیا،اسانیو او خوښیو پلټونکی اوسي مخالف جنس سره په چل کولو کې مهارت لري ـ

Y✔

دا توری د ازادۍ او پخپل ځان د باورۍ نښه ده، دا خلک په کاروبار کې له خطر نه ډاریږي او پرمختګ خوښوي ځکه نو د نورو له شخصیتونو اغیزمنیږي.

Z✔

دا خلک له نورو عامو خلکو سره اوسیدل نه خوښوي او که د خلکو تر منځ راهم شي، نو ژر د خوندیتوب چاره لټوي البته دا ډول خلک غوره مشاورین وي ځکه دوی د نورو خلکو په شخصیت ډیر ښه پوهیږي.