د نيوزيلانډ صدراعظم له خپلې دندې لاس په سر شو

د نيو زيلانډ صدراعظم جان کي چې له تېرو اتو کلونو راهیسې ددغه هېواد صدراعظم وو، په ناڅاپي ډول خپله استعفى اعلان کړه.

تمه کېدله چې ښاغلى کي د ٢٠١٧میلادي کال په عمومي انتخاباتو کې د څلورمې دورې د ګټلو لپاره ځان کانديد کړي.

خو نوموړي نن وويل، چې د نړۍ د ځينو مشرانو غوندې غلطي نه کوي او نه غواړې د اوږدې مودې لپاره پر قدرت پاتې شي.

ده زياته کړه، د خپل مرستيال بېل انګليش ملاتړ کوي، چې د ده ځايناستى وي.