د نړۍ اقتصادي حالت

لیکنه: ارشاد احمد فضلزی
فضلزی؛ د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د دویم صنف محصل.
اوسنۍ نړۍ د 2019کال تر اخرو پورې د پرمختګ په لور روانه وه. د پرمختللو هیوادونو اقتصادي وضیعت ډېر ښه وو او برعکس د غیر پرمختللو هیوادونو اقتصادي وضیعت د پرمختللو هیوادونو په څېر نه وو خو وګړي په دې توانېدل چې خپلې لمړنۍ اړتیاوې پوره کړي او نورمال ژوند پرمخ ویسي.
د 2019 ام کال د نومبر په میاشت کې د چين په وهان ښار کې د کورونا (وبا) ناروغي خپره شوه، وبا یا کرونا چې علمي نوم یې covid 19 دی،  ځيني خلک یې طبیعي افت او ځینې یې بیولوژیکې جوړ شوی ویروس او د جنګ یوه پرمختللې وسله ګڼي رامنځته شو. دغه ویروس د نړۍ ډېر هیوادونه زیانمن کړل،  په زرهاوو کسلن یې ووژل او د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې په ملیاردونه ډالر مالي تلفات ورواړول.
د غیر پرمختللو هیوادونو سربېره یې په پرمختللو هیوادونو هم ډېر ناوړه اغېز وکړ او د هغوي اقتصادي کچه یې ټيټه کړه.
نړۍ چې د یوې شبکې (نیټورک) شکل لري او ټول هیوادونه یو د بل سره تړلي اړیکې لري، کرونا یا وبا نړیوال افت د سوداګرۍ په نړیوال سیستم هم خپله اغېزه وکړه او نړیوال تجارت یې د خنډ سره مخ کړ. هغه تولیدوونکي هیوادونه چې نورو هیوادونو ته به یې صادرات ترسره کول په اوسني بحران کې یواځي دومره تولیدات کوي چې د خپل هیواد د وکړو لپاره یې کفایت وکړي، دغه عمل د صادروونکو هیوادونو د عایداتو د کمښت سربېره په واردوونکو هیوادونو هم خپل اغېز ښکاره کړ او د زیان سره یې مخ کړل، واردوونکي هیوادونه خپله دومره ظرفیت نه لري چې د خپل هیواد لپاره هر څه په اعظمي ډول تولید کړي او د هیواد وکړو ته بسیا شي. د وبا افت یو نړیوال ناورین رامنځته کړ، د پرمختللو هیوادونو اقتصادي حالت د پخوا په پرتله ضعیف او د غېر پرمختللو هیوادونو وګړي د غربت د شدید حالت سره مخ شول.
په پرمختللو هیوادونو کې دولت د وګړو لمړنۍ ستونزې حل کوي خو برعکس په غېر پرمختللو هیوادونو لکه: افغانستان او ځینې نور اسیایې او افریقایي هیوادونو کې دولت نه شي کولای چې د وګړو لمړنۍ اړتیاوې رفع کړي، که دا حالت دوام وکړي نو ممکن د غربت د ټيټې کچې څخه خلک خپل ژوند د لاسه ورکړي، لکه په ننګرهار ولایت کې چې د غربت د وجې یو وګړي ځان وژنه وکړه.
په دې سختو شرایطو کې نړیوالو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ته پکار ده چې د غېر پرمختللو هیوادونو لاس نیوی وکړي او ځينې نړیوال سازمانونه لکه WHO(world health organization) د صحت نړیوال سازمان، WFP(world food programme) د غذا نړیوال پروګرام باید په وروسته پاتې هیوادونو کې خپلې مرستې ګړندۍ وساتي.
د ځينې اقتصادي علماوو په نظر که دا حالت یو کال نور هم دوام وکړي نو د نړۍ اقتصادي حالت به لس که وروسته هم خپل پخواني حالت ته رانشي.