لیکوال:میرخان
یوه مصري زده کوونکي عبدالرحمان حسین د نړۍ د تر ټولو ذهین زده کوونکي ویاړ ګټلی دی.
مالیزیا کې ترسره شوې ازموینه کې دغه زده کوونکي د ریاضي ۲۳۰ سختې پوښتنې په اته دقیقو کې حل کړي دي. دغه ازموینه کې د زده کوونکو له پاره د ریاضي ۳۱۵ پوښتنې د حل په موخه ورکړل شوې وې چې عبدالرحمن ترې په ټاکلي وخت کې ۲۳۰ پوښتنې حل کړې او لومړی مقام يې وګټه.
دغه ازموینه کې د نړۍ له اویا هېوادونو څخه درې زره زده کوونکو ګډون کړی و.
د عبدالرحمان ښځینه استادې ویلي چې د عبدالرحمان د حافظې د پياوړې کولو کار يې په ۲۰۱۴ ز کال کې پېل کړی و.
عبدالرحمان دیارلس کلن دی.