د نړۍ لس ژبې، چې تر نورو ډېر ويونکي لري

د دې معلومول چې په نړۍ کې پر کومو ژبو، څومره خلک خبرې کوي، هم د ژبپوهنې او هم د ټولنپوهنې له پلوه ګران کار دی. په لویو ژبو کې موجودو لهجو او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې ده؛ خو د ژبو په اړه وروستي خپاره شوي معلومات ښيي چې لس ژبې تر ټولو ډېر ويونکي لري.

البته دا لېست د ژبو د پرمختګ، پراختیا، ادبیاتو او نورو ځانګړتیاوو پر بنسټ د ژبو د درجه بندۍ نه دی، بلکې د هغو ژبو لېست دی چې ډېر ويونکي لري.

لومړۍ- مندارین (چینايي ژبه)

چینايي ژبه په نړۍ کې تر ټولو ډېر ويونکي لري. د(Ethnologue) په نوم د نړۍ د ژبو احصائیوي وېبپاڼې د هغو وګړو شمېر چې پر دې ژبه د مورنۍ ژبې په توګه خبرې کوي ۱،۲ ميليارده تنه ښودلی دی. که غواړی، یوه داسې ژبه زده کړی چې د نړۍ هر شپږم کس پرې خبرې کوي نو له چینايي پرته بل انتخاب نه لری.

دويمه- هسپانوي ژبه

که د مورنۍ ژبې په اړه خبرې کوو، نو هسپانوي تر انګلیسي ځکه مخکې ده چې د ۴۰۰ میليونو وګړو مورنۍ ژبه ده. که داسې ژبه زده کول غواړی چې یوه لویه وچه مو پر مخ پرانیزي نو هسپانوي مو په مخ کې ده. د مخکښو ژبو په لېست کې د ژبو سره تړلي سیاستونه او د ژبې هویتونه لانجمن دي. که د کاتالان یا کچوا د ژبو له ویونکو وپوښتی چې هسپانوي یې سیمه يیزه ژبه ده نو مختلف ځوابونه به ترلاسه کړی. خو په ډاډ سره ویلی شو چې هسپانوي د جنوبي او منځنۍ امریکا، هسپانیې او د امریکا د متحدو ایالتونو د یوې لویې برخې خلکو لومړنۍ ژبه ده.

درېيمه- انګلیسي ژبه

انګلیسي په نړۍ کې د ۳۶۰ میليونو وګړو مورنۍ او د نیم میليون وګړو دویمه ژبه ده. پر نړۍ د انګلیسي ژبې واکمني تر ډېره له دې درکه ده چې د کاروبار نړیواله ژبه ده او د سفر او نړیوالو اړیکو په ترڅ کې پراخه شوې ده. برېټانیا، د امریکا متحده ایالات، استرالیا، کاناډا او ځینې نور، هغه هېوادونه دي چې د انګلیسي بېلابېلې لهجې پکې ویل کیږي.

څلورمه- هندي ژبه

هندوستان ۲۳ رسمي ژبې لري چې هندي پکې تر نورو مخکښه ده. په هندوستان او د پاکستان په ځینو برخو کې پر دې ژبه خبرې کیږي. د ۲۸۹ میليونو وګړو لومړنۍ او د ۳۹ میليونو وګړو دویمه ژبه ګڼل کیږي. په هندي ژبه کې د (دوناگري) په نوم د سانسیکرېت الفبا کارېږي.

یو شمېر ژبپوهان اردو هم د هندي ژبې یوه لهجه بولي.

اردو ژبه د پخواني هندوستان مسلمانانو ته منسوبه ده چې پکې له عربي او فارسي ژبې ډېرې کليمې پور شوې دي.

د هندوستان لومړی وزیر نرېندرا مودي چې یو هندي ملتپال ګڼل کیږي، هڅه کوي چې د دغه هېواد په تعلیمي ادارو کې د انګلیسي پر ځای د هندي برخه ور زیاته کړي.

ګڼ افغانان له هندي او اردو ژبو سره په هندوستان او پاکستان کې د استوګنې او یا هندي فلمونو د کتلو له کبله بلد دي .

پنځمه- عربي ژبه

هغوی چې عربي یې مورنۍ ژبه ده په نړۍ کې یې شمېر ۲۵۰ میليونو تنو ته رسیږي. دا ژبه هم په منځني ختیځ کې پر بېلا بېلو لهجو وېشل شوې ده. په ځینو هېوادونو کې دا لهجې ډېر توپیر کوي، خو د عربي لیکلی معیار تر ډېره سره نږدې دی.

شپږمه- پرتګالي ژبه

پرتګالي هغه ژبه ده چې پراختیا یې د دې ژبې د ویونکو په استعماري ماضي پورې تړلې ده. د ۱۵ مې پېړۍ په پیل کې پرتګالي سوداګرو خپله ژبه افریقا، اسیا او امریکا ته پراخه کړه. دا مهال پرتګالي د ۲۱۵ میليونو وګړو مورنۍ ژبه ده. په برازیل، ګووا، انګولا، موزمبیق، کېپ وېرد، ګوینیا بیسیو او څو نورو هیوادونو کې خلک په پرتګالي ژبه خبرې کوي.

اوومه- بنګالي ژبه

ښايي تمه مو نه لرله چې بنګالي دې هم په دې لېست کې شامله وي. د برېټانویانو له خوا د بنګال وېش هندو مېشتی لویدیځ بنګال چې اوس د هندوستان برخه ده له مسلمان مېشتي ختیځ بنګال څخه چې اوس بنګله دېش دی بېل کړ. بنګالي د کلکتې او اندامان د ټاپوګانو ژبه ده. پر دې سربېره پرې د بنګله دېش ۱۷۰ میليونه وګړي هم خبرې کوي.

اتمه- روسي ژبه

روسي ژبه د ۱۷۰ میليونو وګړو مورنۍ ژبه ده. دا په نړۍ کې اتمه هغه ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کیږي. د روسي ژبې ښکلی ګرامر او جوړښت د دې سبب شوی چې د ملګرو ملتونو د رسمي ژبې په توګه پاتې شي. همدارنګه روسي ژبه په نړۍ کې د سترو ادیبانو ژبه هم پاتې شوې ده.

نهمه- جاپاني ژبه

جاپاني ژبه د نړۍ د ۱۳۰ میليونو وګړو مورنۍ ژبه ده چې ټول د جاپان اوسېدونکي دي. دا د نړۍ په لویو ژبو کې يوازېنۍ ژبه ده چې په واحده جغرافيوي محدوده کې خلک پرې خبرې کوی. د جاپاني ژبې په کورنۍ کې شاملې ځينې نورې ژبې په فلیپین، امریکا او برازیل کې هم په کمه اندازه ويونکي لري.

لسمه- پنجابي ژبه

په پاکستان او هندوستان کې نږدې سل میليونه وګړي په پنجابي ژبه خبرې کوي.

دا ژبه وروسته پاتې ده خو د ويونکو د شمېر له پلوه یې د نړۍ د ژبو په احصائیه کې لسم ځای موندلی او تر فرانسوي او جرمني مخکې شوې ده.

د پښتو او فارسي ژبو په اړه یادونه

د ژبو په نړیوالو درجه بنديو کې د اصلي ویونکو د شمېر له پلوه فارسي ژبې ۲۹ او پښتو ژبې بيا ۳۱ ځای خپل کړی دی.

کاپی مسیر