د نړۍ لس کوچني هېوادونه

ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

په اوسنۍ نړۍ کې له ۲۰۰ ډېر هېوادونه شته. ځینې یې داسې مشهور دي چې ټول خلک یې پېژني؛ خو ځینې داسې هېوادونه هم شته، چې تراوسه به یې تاسې نوم هم نه وي اورېدلی. لاملونه یې دادي چې دغسې هېوادونه زموږ له جغرافیې لرې دي، یا ورسره اړیکې نه لرو، یا پېژندل شوي خلک نه لري، یا ډېر کوچني دي او یا هم موږ ورسره دیني او مذهبي اړیکې نه لرو.

اوسنۍ نړۍ په مساوي ډول نه ده وېشل شوې او نه هم د نفوس په اندازه خلکو ته خاوره ورکړل شوی. یوازې د روسیې د سایبریا دښته له ټولې اروپا پراخه ده. روسیه د بنگله‌دېش په اندازه وگړي نه لري؛ خو تقریباً د ټولې نړۍ ۳۵مه برخه خاوره په خپل واک کې لري. نن د هغو لسو هېوادونو یادونه کوم، چې پراخوالی یې یوازې څو سوو کیلومترو پورې رسېږي او د وگړو شمېر یې یا سلگونه او یا هم زرگونه دی.

۱: واتیکان: ۰،۴۴ کیلومتره مربع

د نړۍ تر ټولو کوچنی هېواد واتیکان دی. واتیکان د کاتولیک عیسویانو لپاره یوه پراخه کلیسا لري. واتیکان د ایټالیې پلازمېنې روم کې پروت دی او څلور خواوو ته یې د روم ښار پروت دی. واتیکان د نړۍ د گرځندویانو له امله میلیونونه روپۍ عواید لري. د واتیکان کلیسا ته د عیسویانو او عیسوي ټولنو له‌خوا هر کال میلیونونه ډالر راځي او په همدغو پیسو عیسوي مبلغین او پاپان خپلې مزې کوي.

۲: موناکو: ۲ کیلومتره مربع

موناکو یوازې دوه کیلومتره مربع پراخوالی لري. درې خواوو ته یې فرانسه او یوې خواته یې د روم بحیره پرته ده. دغه کوچنی هېواد د نړۍ د شتنمو کسانو د عیش او عشرت ځای دی. د قمار وهلو، د فحشاء ځایونو او د عصري هوټلونو په لرلو سره د نړۍ د میلیاردرانو کوربه وي. ټول نفوس یې ۳۶۰،۰۰ دی او خلک یې په فرانسوي ژبه خبرې کوي. یوه مشهوره د ځغاستې لوبه هم لري، چې هر کال ترسره کېږي. موناکو د نړۍ دوهم کوچنی هېواد دی.

۳: نایرو ۲۱ کیلومتره مربع

د اسټرالیا په ختیځ کې پروت هېواد دی. ټول پراخولی یې ۲۱ کیلومتره مربع دی او ۹۵۹۱تنه وگړي پکې اوسېږي. دغه هېواد نه پلازمېنه لري، نه د لېږد رالېږد وسایل، بلکې ټول خلک یې له شخصي شیانو څخه گټه اخلي. د دغه هېواد لویه ستونزه د وگړو ډېر چاغوالی دی، چې په سلو کې یې ۷۰سلنه خلک چاغ دي. بې‌کاري، د سرچنیو نه‌شتوالی، د ډېر وزن لرونکي خلک او گڼې ناروغۍ یې د دغه هېواد پر وړاندې ستر خنډونه یادېږي. نایرو د نړۍ په کچه درېیم کوچنی هېواد دی.

۴: توالو ۲۶ کیلومتره مربع

د اسټرالیا شمال ختیځ په پیسفیک سمندر کې پروت هېواد دی. ټول پراخوالی یې ۲۶کیلومتره مربع دی. د وگړو شمېر یې ۱۰۰،۰۰تنو ته رسېږي. یوازې اته کیلومتره سړکونه او لوی روغتون لري. په ۱۹۷۸ز کال کې یې له لویې برېتانیې خپلواکي اخیستې. په ۲۰۱۰ز کال کې ترې ۲۰۰۰کسانو لیدنه کړې وه، چې ۶۵سلنه خلک یوازې د سوداگرۍ له‌پاره ورته ورغلي وو.

۵: سان مارینو ۶۱ کیلومتره مربع

سان مارینو په اروپا کې درېیم او د نړۍ په کچه پنځم کوچنی هېواد دی، چې یوازې ۶۱کیلومتره مربع پراخوالی لري. دغه هېواد هم له ایټالیې څخه جلا شوی دی او د وگړو شمېر یې ۳۰۰۰ تنو ته رسېږي. د خلکو ژوند یې نسبت ښه دی او ځانونه د لرغونې حکومتولۍ څښتنان بولي.

۶: لیچینسټین ۱۶۰ کیلومتره مربع

لیچینسټین د سویزرلینډ او اتریش ترمنځ پروت هېواد دی. پراخوالی یې ۱۶۰ کیلومتره مربع دی او خلک یې په جرمني ژبه خبرې کوي. دغه هېواد د الپ غرونو په منځ کې پروت دی او د نړۍ له بډایه هېوادونو څخه دی. د هوايي ډگرونو د نه‌شتوالي له امله دغه هېواد ته د تگ له‌پاره باید د سویزرلینډ د زوریخ له هوايي ډگر ولاړ شئ. د بې‌کارۍ کچه پکې ۱.۵ سلنه ده. لیچینسټین د نړۍ شپږم کوچنی هېواد دی.

 

۷: د مارشال ټاپوگان: ۱۸۱ کیلومتره مربع

د مارشال ټاپوگان د امریکا او اسټرالیا د سمندرونو په کې منځ پراته دي. د کبانو ۸۰۰ نوعې لري او د قیمتي ډبرو پرېمانه سرچینې هم لري. په دې سره د مارشال ټاپوگان د نړۍ اووم کوچنی هېواد دی.

۸: سنټ کیټس او نویس: ۲۶۱ کیلومتره مربع

پراخوالی یې ۲۶۱ کیلومتره مربع دی او ۵۲۳،۲۹ تنه وگړي پکې اوسېږي. دغه هېواد له دوو جزیرو سنټ کیټس او نویس څخه جوړ شوی. دغه هېواد د امریکا د لویې وچې د کارابین، انتیگوا، باربودا او د ویرجین په ختیځه برخه کې پروت دی. په دغه کوچني هېواد کې کرنې ښه پرمختگ کړی. گرځندوی، کرنه او اوړه یې د اقتصاد مهمې سرچینې دي. د گرځندویانو له‌پاره ښه ځایونه لري او هر کال ترې زرگونه تنه لیدنه کوي. خلک یې ښه ژوند لري او ټول وگړي یې کولی شي، چې پانگونه وکړي.

۹: مالدیپ ۳۰۰ کیلومتره مربع

مالدیپ په اسیا کې پروت دی. ټول پراخوالی یې ۳۰۰ کیلومتره مربع دی او د هند سمندرگي کې له مشهورو هېوادونو څخه دی. مالدیپ  یو وخت د هالینډیانو، پرتگالیانو او برېتانویانو مستعمره هېواد و؛ خو په ۱۹۶۵زکال یې له برېتانیې خپلواکي واخیسته. هرکال له مالدیپ نه زرگونه تنه گرځندویان لیدنه کوي. مالدیپ پاکې اوبه، د گرځندویانو له‌پاره  ښه ځایونه او ښه اقتصاد لري. دغه هېواد د نړۍ نهم کوچنی هېواد دی.

۱۰: مالټا: ۳۶۰ کیلومتره مربع

مالټا له درېیو ټاپوگانو څخه جوړ هېواد دی او د مدیترانې سیند په ساحلونو کې پروت دی. گوزو، کاموینو او مالټا یې لویې ټاپوگان دي. نفوس یې ۴۵۰،۰۰۰ تنه دی. مالټا پاکه هوا، معتدل لمر، جذاب ساحلونه، لرغونی تاریخ او سیاحتي ځایونه لري، چې ډېری گرځندویان یې پرې ورمات کړي دي.