د نړۍ لومړۍ ښځينه شاعره

ليکنه: ګل رحمن رحماني

– که څه هم د نړۍ ټول شعرونه يوازې د نارينه وو او يا هم يوازې د ښځو پانګه نه شو ګڼلى، بلکې هم نارينه وو او هم ښځو د شعري ادب خزانې ته خپلې ارزښتمني مرغلرې ډالۍ کړې دي، خو دا چې څنګه د نړۍ تر ټولو لومړنۍ شاعره ومومو او څوک ده؟ په دې پاڼو کې هڅه شوې  چې د تاريخي اسنادو پر بنسټ دا لټون تر يوې کچې علمي کړو.

هو! هغې ته خدای تعالی د شاعرۍ د لوړ انعام او الهام ترڅنګ د بې سارې ښکلا شتمني هم ورکړې وه، سافو د خپل عمرپه نولسم پسرلي کې د نوې غوټۍ په څېر وغوړېده او وږمې يې د نړۍ په ټولو بڼونو کې د هوا په څېر خورې شوې او د خلکو ويده ذهنونه يې د خپلو سندرو او شعرونو په زمزمو کې راويښ کړل.

سافو په ٦١٢ مخ زېږدي کال کې د لرغوني يونان د سويس د  سکاماندرالېخوس په اشرافي کورنۍ کې وزېږېده او د عمر په ١٩ کلنۍ کې د نړۍ د کائيناتو ستر خالق د هغې په سر د شاعرۍ تاج کېښود او په دې توګه د دغې نړۍ د لومړۍ ښځينه شاعرې وياړ ور په برخه شو؛ خو په همدې نوولس کلنۍ کې  چې نوي نوي يې په زړه د شاعرۍ دردونه راغلي وو.

د پياګوراس يوناني واکمن له خوا د سياسي توطيو جوړولو په تور د ګنو سياسي مشرانو د تبعيد په ډله کې پورها شار ته وشړل شوه.

د يونان په ادب تاريخونو کې راځي چې  سافو له قده لوړه، کم رنګه  ژېړه سپينه په وجود نرۍ، د جذابيت او لوړ فرهنګ درلودونکې وه چې د هغه مهال د ښکلا د لوړ معيار هر څه پکې موجود وو او په خلکو کې تر بل هر يوناني شخصيت د د درناوي وړ او د محبوبيت خاونده وه.

وايي چې سافو خپله شاعري د موسيقۍ په تال کې پيل کړې او يو مهال يې د موسيقۍ د زده کړې شخصي ښوونځى درلود، ماشومانو ته يې د موسيقۍ زده کړه پيل کړه، هغه د موسيقۍ پياوړې استاده شوه، هر وخت به يې ارغواني جامې په تن وې او په پيکي کې به يې رنګا رنګ ګلان ټومبلي وو، د دې څېره يې بې حده زړه راښکونکي کړې وه.

سافو چې کله د يونان د واکمن لخوا تبعيد ته مجبوره شوه، نو د يونان دهغه وخت زلمي شاعر السته هم ورسره يوځاى وشړل شو، السته مصر او سافو سيسل ته لاړه، نو د السته ژوره مينه لا هم د سافو په مقابل کې پټه وه؛ دوه زړونه او دوې هستۍ په ټکر کې وې، خو بالاخره السته نيت وکړ، چې سافو ته خپله مينه اظهار کړي، يوه ورځ يې زړه راغوند کړ او ورته يې وويل:

اې د خوږې خندا خاوندې! له سره  دې د بنفشه ګلونو تاج لرې کړه، غواړم نن درته څه ووايم، خو له بده مرغه چې د شرم ورېځې مې په سترګو پرده غوړوي.

سافو په موسکا ځواب ورکړ:

که  ستا په زړه کې ناپاکه وينا نه وي او غوښتنې دې سپېڅلي وي، نو هېڅکله به د شرم ورېځې ستاپه سترګو پرده ونه غوړوي او خپله غو ښتنه به په خپله خوله په څرګند ډول  وويلى شې.

زړه ماتى السته د هغه د مينې لاس په سر نه شو، د هغه په مينه او ستاينه کې يې  بې ساري ښکلي شعرونه وليکل؛ خو د دوى تر منځ د پټې مينې اړېکې کله هم رسوا نه شوې.

د يونان واکمن پياګوراس چې د سافو له پرله پسې بې ساري شهرت نه په وېره کې و؛ نو په (٥٩١ م  ز) کال کې يې د دوهم ځل له پاره سيسل ته جلاوطنه کړه او له خپل مين شاعر السته سره يې اړېکې د تل له پاره پرې شوې.

د فطرت د قانون له مخې يې بالاخره د سوداګر اندوروس سره واده وکړ او د واده ثمره يې ښکلې ماشومه “کله ايس”  وه  چې سافو د زړه ټوټه بلله او د سروزرو د ګل خطاب يې ورته کاوه، خو له بده مرغه چې له مېړه سره  يې ژوند وفا ونه کړه، مړ شو، مال او پراخه شتمني يې سافو ته پاتې شول.

 

پنځه کاله وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه او د يوې هوښيارې او پياوړې مېرمنې په نوم د خلکو د درناوي وړ وګرځېده، وروسته له دې سافو خپل ورور خاراګسرس سره زياته مينه لرله، خو کله چې خاراګسرس مصر ته لاړ، هلته يې په يوې نجلۍ زړه بايلود او واده يې ورسره وکړ، نو د خور  زړه يې مات شو.

په زړه کې د ماتې مينې، کرکې او انتقام جذبو لا پسې اور واخيست، البته بايد ووايو چې په هغه زمانه کې د خور او ورور او نورو خپلوانو ترمنځ په وادونو ترمنځ د لومړنيو انسانانو په توګه په وادونو وړانديز نه دى ذکر شوى.

سافو – د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره

دا د سافو له پاره يوه ستره ماتې وه او له دغه رنځه يې د خلاصي لپاره د موسيقۍ ښوونځى پرانېست، په لزيوس کې د موسيقۍ د دغه ښوونځي زده کونکي په هغې دومره ګران وو، چې د مصاحب اصطلاح به يې ورته کاروله، همدلته خپله هم د مينې او درد په نامه وپوهېده، په خپل يوه زده کوونکي اتتيس د زړه له کومې مينه شوه؛ خو کله چې هغه په موسيلنه کې له يوې بلې جلۍ سره واده وکړ، نو دغې ماتې د نرانو په مقابل کې د هغې کرکه راوپاروله،  په ضد يې اورني شعرونه وليکل او شعر ته يې د لومړۍ ځل له پاره د همجنس سره سوزنده مينه ننوتله.

شاعري يې  له لوړې نازکخيالۍ، سور، درد او نرانو نه د کرکې له انځورونو نه ډکه شوه، د شعر په بېلابېلو ډولونو کې يې طبعه وازمويله، د يونان په تاريخ کې يې نه يوازې نړۍ د لومړۍ ښځينه شاعرې په نوم ځان ثبت کړ، بلکې ژبې او ادب ته يې په نهو ټوکونو او پنځوسو بېلابېلو شعري بحرونو کې ١٢٠٠ شعرونه وړاندې کړل  چې اوسمهال يې ٦٠٠ شعرونه را پاتې دي .

په ١٠٧٣ز کال کې د ګران فل او هونت دکيندلو په پايله کې د سافو د شعرونو ګن تابوتونه راووتل.

د دې په اړه دوه نظره موجود دي، يو دا چې هغه ډېره فاحشه او بدنامه نجلۍ وه، چې د خپل ښوونځي له ټولو زده کوونکو سره يې نامشروع اړېکې ساتلې، بله دا چې ډېره سپېڅلې شاعره وه او د نرانو مخ ليدل يې هم نه خوښول  چې لامل يې د ورور واده له بلې نجلۍ سره او د يوه شپونکي سره ژوره مينه او د شپونکي له خوا په سپکو الفاظو د دې د مينې ردول وو.

دغه شپونکى چې په خپل غرني طبيعت يې د سافو شاعرانه فطرت يرغمل کړى و، خايون نوميده. خايون په هر محفل او لاره کې د سافو د مينې پيغامونه په  بې غورۍ  سره ردول او د بې ساري کرکې څرګندولو له لارې يې له ځان لرې شړله.

بالاخره د يوه ساده شپونکي مينې او پر له پسې ناکاميو دې ته مجبوره کړه، چې له مرګ پناه وغواړي .ناهيلي او درد يې تر دې ځايه ورسېد  چې د لوکاس له کمره نه يې لاندې ځان را ګوزار کړ او مړه شوه.

دايې هم د شعر يو څو بېلګې چې ددې مقالې له پاره مې ژباړلې دي:

مرګ

مرګ له مانه لرې نه دی

هغه لوړ له اتلانو

او زما سترګو کې خدای دی

هغه چې ستا ترڅنګ د کېناستو توان لري

او ستاد غږ له زړه وړونکو زمزمو

ستا د غږله خوږو سندرو

او شرارتي خنداګانو سره

د زړه درزا ګډوي

خپل عاشق ته غوږ ونيسه

که بيا دې نا څاپی ووينم

تا سره به مې د خبرو توان نه وي

ځکه چې ژبه به مې تته وي

او په بدن کې به مې دهيجان شغلې خورېږي

اوس

نه د څه ليدلو توان لرم

نه څه اورېدلی شم

بې د خپلو غوږونو له شرار نه

رنګ مې د وچو پانو په څېر

ورو  ورو رژېږي

په دې وخت کې

مرګ له مانه لرې نه دی

٢

خپل وطن ته راشه

تا هغه ځای ليدلی

نو(کرت) هېرکړه اوهلته راشه

هلته چې زه تا ته سترګې په لار يم

هغه ځای چې ستا له پاره سپېڅلی دی

هغه ځای چې د سپيلنو دانې

ستا د ناستې په ځای عطر شيندي

او يخ نيولې ويالې

د مڼو دونو په څانګو کې

سندريزمزل وهي

هماغه تاند او سورګلبوټی

په ځمکه سيوری کوي

او نڅاګرې پاڼې يې

د پروانو خوب تښتوي

هلته چې په مرغزارو ځمکو کې

ميزري او درګې د اسمان په لور زورکوي

او خوږ بوی يې

له پسرلنيو ګلونو سره يو ځای کېږي

او پورته هوا ته ورسره خېژي

اې ملکې !

اې د قبرس رڼا

زما طلايي جام ډک کړه

د زلال په  خوږو شاتو

او داستا په پاکه مينه

٣

زما لور کله ايس ته !

زما کله ايسې!

له مامه پوښته

چې زه څه اغوندم

اوس په  خپل سرګرځومه

د کفن سپينه ټوټه چې ګلدوزي ده

بل څه ما سره اوس نه شته

چې يې تاته درډالۍ کړم

زما مورهر وخت ويلې

چې زموږپه زمانه کې

د پستو وېښتو له پاسه

يو د سمال ارغواني به

د اشرافو لوی نښان وو

خو موږ بيا هم وو ناپوهه

هغه نجونې چې يې زلفې

د فانوس له رڼايۍ هم

په څو چنده طلايي وي

کله هم محتاجې نه دي

نمايش او   ارايش ته

دا ښايست دی چې پرې کېږدو

څوتازه غنچې د ګلو

پاى