د نړۍ مشهور سوک ‌وهونکي د کرونا له امله اسلام ومانه

د نړۍ په کچه مشهور اتریشي سوک وهونکي هيلم اوټ د کرونا ويروس له امله تر قرنطین کېدو وروسته د اسلام د سپېڅلي دين مطالعه پيل کړه او بالاخره يې کلمه طیبه وویله او مسلمان شو.

هيلم اوټ وايي، د قرنطين پر مهال يې د اسلام دين مطالعه کاوه او بالاخره په دې پوه شو چې اسلام نه يوازې د اخيرت لپاره، بلکې د دې نړۍ لپاره هم د انسان د ژوند کولو بهترين دين دی.