د نړۍ نامتو فوټبالر ارجنټايني لیونل ميسي د اووم ځل لپاره د سرو زرو نړيوالې جايزې ګټونکی اعلان شو

د رسنيو د راپورونو له مخې، ليونل ميسي د نړۍ يوازينی فوټبال لوبغاړی دی چې د بالون ډور (Ballon d’Or) جايزه يې د فوټبال په تاريخ کې د اووم ځل لپاره وګټله. له ده وروسته رونالډو دی چې پنځه واره يې دغه جايزه ګټلې ده.

د بالون ډور جايزه د سرو زرو فوټبال توپ په شکل د يوې فرانسوي ژورنال له لورې ورکول کيږي او يوازې خبريالان او د فوټبال پوهان په کې برخه اخلي او رايه ورکوي.