د نښترو ژړا !/لیکوال:صحت سمسور

کله چې  وړوکی وم ډير زیات به دغرونو تګ ته خوشاله کیدم او په هغه ورځ به له نورو ملګرو سره غره ته تلم چې دجمعې ورځ به وه .

مکتبونه به دجمعې په ورځ رخصت و ،موږ به دسهار دملا له اذانه یو ساعت مخکې پاڅیدلو رسۍ ، تبرګی ، وچه ډوډۍ سره دپیازو غوټې او یا هم دګوړې تور غونډاری به مو په زاړه دسمال کې په ملا پسې وتاړه،پلاستیکې بوټان چې رنګا رنګ پیوندونه به ورته پراته و مزل به یې سړي ته بیل خوند ورکاوه او شلیدلې جامې چې ګریوان به یې تڼۍ نه لرلې داغزو په واسطه به مو خپل ګریوانونه په غنو «اغزیو» بندول ، او دسهار لمونځ به مو دغره غونډۍ ته رسوو .

ښه ډله به مو برابره وه ، له هیڅ ډارونکي ځناوره به نه ډاریدو، هریو کس به تبرګی داسې په لاس کې نیولی وو، ته وا چې ددې لارې  دامنیت لپاره عسکر ګمارل شوی وي .

ټوله ډله به نیغ په غرونو ورسم شو تیره تبرګي به مو دنښترو سینې ته برابر کړل او ښه دزړه له اخلاصه ګذارونه به مو پرې کول او اندامونه به مو ورله دیو بل نه جدا کول.

خو نښتر به له هر ګذار سره دزړه له درده چغې وهلی چې پر ما رحم وکړۍ ؛ خو موږ له رحمه نه ؤ خبر او نه راته چا رحم ښودلی و بس  له نښترو به غوټۍ غوټۍ وینه  دنښترو پر پاتې تنې را څڅیدله او موږ به یې له پرې شویو څانګو خپل ګیډي وتړل او مخ په کور به را راوان شو او هغه به مو بې درمله او له درده ډک  پرېښودل.

هره جمعه به مو ډیر نښتر په قتل رسول خو له قتل رسیدلو مخکې به هم په نښترو کې دمرمیو نښې له ورایه ښکاریدې او افسوس به یې راته له خپلو پخوانیو ټپونو څرګنداوه چې تراوسه ملهم ته اړتیا لري .

خو موږ ظالمان له درده څه خبر و، بس هڅه به مو کوله چې ډير قتل کړو ترڅو چې بله جمعه راځو نو بیا به دنورو وهل راته اسانه وي.

همدغه کار هره جمعه زموږ کسب ګرځیدلی و  نښتر به مو دمرګ کومې ته رسول او موږ به یې له غوڅولو خوند اخیسته .

اوس چې غټ شوی یم او دغره چکر ته کله ځم او دپرې شویو نښترو تنو ته ګورم ؛ نو له سترګو مې اوښکې ځي او له تنو یې بښنه غواړم چې ما وبخښۍ ځکه چې زه ستاسو قاتل وم او تر ډيره مې تاسو قتل کړی یاست ،  تاسو به ژړا او فریاد کوو او موږ به ستاسې فریاد نه اوریده او په قتل به مو رسولۍ .

هغه نښترې چې  دتبرګي له ګذارونو بچ دي خو دمرمیو  نښې پکې له ورایه ښکاري او درملنې ته اړتیا لري.