د نیالګیو د کېنولو او ساتلو ۲۲ مهمې ګټې

ژباړه او زیاتونه: عزیزالرحمن روان

آیا پدې پوهیدۍ چې مونږ ولې نیالګیو کېنولو او ساتلو ته اړتیا لرو. لاندې لیکنه ولولۍ او ډېر پوه شۍ.

۱-  نیالګي هوا تصفیه کوي: ونې بدبویه او ناوړه ګازونه(نایتروجن اکساید، امونیا، سلفرډای اکساید، او وزون) جذبوي او د خپل پوټکي او پاڼو له لارې يې فلتر او صفا کوي.

۲-  نیالګي اکسجن برابروي: يوه رسیدلي ونه په یو کال کې کولای شي چې ۱۸ نفرو ته اکسجن تیار کوي.

۳- نیالګي د موسم په بدلیدو کې مبارزه کوي: زموږ په اتموسفیر کې زیات کاربن ډای اکساید تولیدیږي، ونې دغه کاربن ډای اکساید جذبوي، او تر هغې یې ساتي یې چې اکسجن بېرته اتموسفیر ته ولیږي.

۴-  نیالګي ښارونه او شاوخوا ساړه ساتي: دا چې په اخیرو ۵۰ کالو کې د نړۍ خرارت درجه زیاته شویده او ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې ده، علت یې تودخې-جذبونکي سړکونه، ډېرې ودانۍ، فابریکې او د ونې کمښت یاد شوی.

ونې کولای شي چې تودخه تر ۱۰فارنهایت پورې ساړه وساتي، ونې زمونږ په کوڅو او ښارو کې سیوری کوي چې د خپلو پاڼو له لارې د اوبو بخاراتو په خوشي کولو سره کولای شي زمونږ شاوخوا سوړ وساتي.

۵-  ونې انرژي سپما کوي: دری ونې که په سم او ستراتیژک ډول یوازې د یوې ودانۍ په شاوخوا کې کینول شي کولای شي د ګرمۍ په وخت کې ایرکنډیشن ته زمونږ اړتیا تر ۵۰٪ پورې راکمه کړي چې دا پخپله په لویه کچه د انرژۍ په سپما کې موثرې ثابتیدای شي.

۶-  نیالګي اوبه سپما کوي: د ونې سیوری د تږو چمنونو څخه د اوبو د ډېر تبخیر مخه نیسي، لکه سنګه چې ونې د خپل ځان څخه اوبه تیروي نو د ځمکې لاندې په ساتلو کې مرسته کوي.

۷- نیالګي اوبه د ککړیدو څخه ساتي: ونې د سیلبونو مخه نیسي، کومه سیمه چې په ونو او بوټو پوښل شوي وي نو هلته  لوی سلبونه چې مضر او ککړ مواد له ځانه سره سمندرونو ته انتقالوي، نو ونې یې مخه نیسي، ونې د اسفنچ په شان خاصیت لري، په طبیعي ډول اوبه فلتر کوي چې دا پاکې اوبه د ځمکې لاندې اوبو د ککړیدو په  مخنیوي مرسته کوي.

۸-  نیالګې د خاورې د خرابیدو او توږنې مخنیوی کوي: کله چې د عونډیو او د لویو ځوړ ویالو کې سیلابونه راځي نو خاوره له ځانه سره وړي، خو که په ونو پوښل شوی وي نو ونې ددې خاورې د بې ځایه کیدو مخنیوی کوي.

۹-  نیالګې ماشومان د ماورا بنفش وړانګو څخه ساتي: د کنسر په ډولونو کې د پوستکي کنسر تر ټولو عام دی، نو ونې د UV-B کنسر تر ۵۰٪ پورې راکموي، ځکه نو ماشومان د ښوونځي او د لوبو میدانو کې چې دوی پکې د ورځې ډېر ساعتونه تیروي ونې مفید تمامیدای شي.

۱۰-  نیالګي عذا تیاروي: د مڼې یوه ونه کولای شي چې په يو کال کې د ۱۵-۲۰ کیلو ګرام پورې مڼې تولید کړي، د میوې ورهاخوا چې میوې یوازې انسان لپاره تیاروي، مرغانو او وخشي حیواناتو ته هم ښه خواړه برابروي.

۱۱-  نیالګي ټپونه ملهموي: څېړنې ښايي چې کوم مریضان چې د نیالګیو شنې منظرې ګوري دوی نسبت نورو مریضانو ته په سرعت جوړتیا مومي، هغه ماشومان چې ونې او شنې منظرې ته لاسرسی لري په دوی کې د ADHD کمې نښې لیدل کیږي، ونې او طبیعي منظرو ته کتل زمونږ عصبي ستړیا له منځه وړي او زمونږ سره د تمرکز په زیاتولو کې مرسته کوي.

۱۲-  نیالګي پاریدلی او قهرجن حالت کموي: په کومو کورنو او شاوخوا کې چې ونې نه وي نسبت هغې ته چې په ونو پوښل شوی وي ددې ښکاروندی کوي چې دلته خلک د تشدد او جبر لاندې دي، نو طبیعي منظرې مو د پاریدلي حالت په کنترول کې مرسته کوي.

۱۳-  نیالګي موسمونه ټاکي: که ونو ته وګورو نو پوهیدلی شو چې اوس کوم موسم( ژمی، اوړی، منی یا هم ژمی) دی،

۱۴-  نیالګي مونږ ته اقتصادي موقعې په لاس راکوي: کومې میوې چې د ونو څخه په لاس راځي دې د هغې د خرڅلو څخه ښه عاید په لاس راځي، نور ګتور نیالګي لکه د جلعوزیو او نورو څخه اعظمي ګټه لاس ته راځي، همدارنګه کله چې مونږ ښارونه په ونو او ګلانو وپوښو د چکر لپاره ښه ځای جوړولی شو چې ددې لارې هم عاید ترلاسه کولای شو.

۱۵-  نیالګي مو ښه ملګري کیدلی شي: لکه څنګه چې کورونه د ماشومانو لپاره نوښتیز ځایونه دي، همداسې ونې هم د ځوانانو او ماشومانو لپاره د ملګرتوب یوه ښه ساحه رامنځته کولای شي.

۱۶-  نیالګي مختلف اقشار سره یو ځای کوي: د نیالګیو کینول د مختلفو اقشارو د یو ځای کیدو لپاره یو چانس دی، چې دا یو ځای کیدل زمونږ په ټولنه کې د ژوند سطحه لوړوي، د مختلفو کلتورونو، عمرونو، خلک د نیالګیو په ساتلو او کینولو کې مهم او حیاتي رول لري.

۱۷-  نیالګي کینول یووالی رامنځته کوي: نیالګي کینول هم لکه د نورو تاریخي پریکړو او مشکلاتو د حل موندولو په خاطر یووالی او یو موټی کیدل رامنځ ته کوي چې دا پخپله یو ټولنیز ویاړ دی.

۱۸-  نیالګي د وحشي ژوو لپاره یو څړنځای او استوګن ځای برابروي: سپیدار او څیړۍ د مختلف ډوله حیواناتو لپاره یو پټن ځای برابروي.

۱۹-  نیالګي د مضرو شیانو مخنیوی کوي: ونې کولای شي چې کانګریټي دیوالونه، د پارک ساحې او یا ځینې نور بدرنګې منظرې وپوښي، همدارنګه نیالګي د شور په کمولو کې مرسته کوي، همدارنګه د سترګو لپاره  د دید یوه ارامه ساحه ایجادوي او هم د ګرد او غبار مخه نیسي همدارنګه د باد په کمولو کې مرسته کوي.

۲۰-  د نیالګیو څخه ښه لرګي لاسته راځي: په اطرافي سیمو کې د سون د موادو په خاطر اویا هم د هنري ښکلو شیانو د جوړلو په خاطر د نیالګیو د لرګیو څخه استفاده کیږي.

۲۱-  نیالګي د یو ملکیت ارزښتونه لوړوي: د یو ښه کینول شوي نیالګي کولای شي نوموړي ملکیت ته ښه ښکلا ور وبښي چې د هغې د ارزښت په لوړولو کې مرسته کوي.

۲۲-  نیالګي د سوداګرۍ زیاتوالي سبب ګرځي: څیړنې ښايي کوم ښار چې ښکلي طبیعي منظرې او شنه نیالګي ډیر ولري نسبت نورو ښارونو ته پکې د سوداګري کچه زیاته وي او خلک ورته د تجارت او پانګونې په خاطر راځي.