د نېټورکېنګ عملي زده کړه/ دشبکې یا نیټورکینګ ډولونه/انجینر فیض الله وسیم

یو چاته سوال پیداکیږي، چې اصلاً نېټ ورک د څه لپاره کارول کیږي؟

په اصل کې نېټ ورک د لاندینیو موخو تر ګوتو کولو او يا ترسره کولو لپاره کارول کيږي.

مالوماتو ته د ګډ لاسرسي  لپاره(Sharing) پوستکالو او سختکالو ته د ګډ لاسرسي لپاره له یوه ټاکلي مرکز څخه د کمپیوټرونو او نورو وسایلو د سنبالونې او ادارې لپاره له یوه ټاکلي ځای یا مرکز څخه د کارونکو او کمپیوټري خدمتونو د ملاتړ کولو(Support) لپاره په ډېره ځانګړې توګه که چېرې یو کمپیوټر د یوې کمپیوټري شبکې غړی وي، کولای شو له لارې یې لاندې توکیو ته ګډ لاسرسی ولرو.

اسناد: لکه Memo ,spreadsheets, Invoicesاو نور.

برېښنالیکونه او مل پایلونه

Word-Processing پوستکالی

Project Tracking پوستکالی

انځورونه،غږیز یا ویدیويي فایلونه

روانې یا ژوندۍ غږیزې یا ویدیويي خپرونې

چاپګر یا Printer

فکس ماشینونه

موډیمونه

او داسې نور ……….

موږ او تاسې په عمومیاتو کې د دوه ډوله نېټورک یا شبکې سره په دفتري چارو کې مخامخ کیږو، چې په لاندې ډول څېړل کیږي :

خپلواک نېټ ورک Workgroup :

په دی ډول شبکه کې ټول یوزر  خپلواکه بڼه لري، يعنې هر څه ته لاسرسی لرلای شي، دوی کولای شي، چې  سي ډي روم ، فلش او ځینې داسې نور شیان لکه د پروګرامونو انسټالول، هر څه په ازادانه ډول تر سره کولای شي، حتی په دې ډول نېټ ورک کې ځینې مشخص وېب سایټونه هم د نیټ ورک مدیر لخوا نه شي بندېدلی؛ ځکه دې ته یو خپلواک نېټ ورک یا شبکه وايي، هر یوزر بدون د شبکې له مدیر څخه هر ډول کار ترسره کولای شي، خو په دې نېټ ورک کلاینټ یوازې په خپل کمپیوټر کې یوزر لاګین کولای شي، په بل کمپیوټر کې خپل یوزر ته نه شي داخېلېدلی .

 

 

 

۲ تر کنټرول لاندې شبکه: Doman

په دې ډول نېټ ورک کې هېڅ یوزر یا کلاینټ نه شي کولای، چې په خپله خوښه کارونه ترسره کړي، لکه د فایلونو شیر کول، سي ډي روم او فلش خلاصول یا ځینو خاصو وېب سایټونو ته لاسرسی، يعنې په دې ډول نېټ تنها د شبکې یا نېټورک مدیر خپلواک دی نور يې ټول تر لاس لاندې کار کوي، که د شبکې مدیر کوم ډول پالیسي په نېټورک ولږوي، نور یوزر به هغه لاره تعقیبوي، دوی په خپله خوښه کوم کار نه شي ترسره کولای، په دې نېټورک هر کلاینټ ځانته یوزر او فاسورډ لري، يعنې کولای شي، چې خپل یوزر په همدې نېټورک په مختلفو کمپیوټرونو کې خلاص کړي البته په خپل یوزر او فاسورډ سره په دې نېټورک د شبکې د مدیر لخوا د کلاینټ لپاره د یوزر فاسورډ ته وخت ورکول کیږي، چې له ټاکل شوې مودې څخه وروسته باید فاسورډ تبدیل شي، کنه یوزر ته د داخېلېدو اجازه نه درکوي .