د نېکمرغه ژوند څلور نښې

ليکنه او راټولونه : مولوي نورالله عزام

۱-  روحي ډاډ:

﴿ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ﴾

ژباړه: خبر دار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه کيږي

کله چې ستا داخلي روحي نظام په امن کې وي او ستا د حقيقي ذات سره تړلی وي او د “زه”  توري له زولنو څخه ازاد وي او د خپل مهربانه رب  سره وصل وي؛ نو چې کله ته غواړي خپل زړه او روح ته مينه او ډاډ وروبښي؛ نو ستا داخلي ادارې ځواک د بهرنۍ نړۍ هر ډول اغيز سره کلک مقاومت کولای شي.

زړه به دې ډاډه وي او د شپې به دواړه په ډاډه زړه خواږه خوبونه کوي او هغه پېښي به دې له زړه نه ووځي چې ته ورسره د ورځي په اوږدو کې مخ شوی وي.

۲- روغتيا او ځواک:

له بده مرغه ډېر خلک روغتيا او ځواک په خپلو وروستيو ارزښتونو کې شمېري. . .  دوی سيګريت څښوي، ډېر خوراک کوي، پرځان له کچې زيات بوج راوړې او د ارکنډيشن په کار ولو کې هيڅ پروانه  ساتي او ډېر لږ ورزش کوي، د روغتيا او ځواک ارزښت ته هيڅ پاملرنه  نه کوي، او په لوی لاس ځان د کړاوونو کندي ته ورټيل وهي، او الله Y فرمايي: “ولاتلقو بايديکم الی التهلکة. . . .

ژباړه: او په خپل لاس ځانونه په هلاکت کې مه غورځوی.

ته بايد پوه شي هغه تګلاره چې ستا د عقل ماشين اداره کوي، ستا ورځنی د خوزښت نظام او ستا دوامدار سپورټ ټول مخامخ ستا پر صحت او ځواک بشپړ اغيز لرلای شي، که چېري ته بشپړ صحت و لري او د لوړ ځواک څښتن يې؛ نو ته به پوره ډاډه يې او په خپلو خيالاتو او داخلي نظام باندې به پوره ولکه لري په نتيجه کې به دې لوړه خوښي په برخه شي.

۳- مينه او ښې اړيکي

که چېري د نورو خلکو سره ستا اړيکي ښي وي او پرتا راګرځېدلي ملګري له تاسره مينه کوي؛ نو معنايې داده چې هغوی تاته په درنه سترګه ګوري، او تاته اړ دي چې همدا د نيکمرغۍ څرګنده نښه ده.

۴- موخي پلي کول

که چېري ستاموخې ارزښت ناکې وي او ته يې پر پلي کولو بشپړ ډاډ او باور لري؛ نو ته به په همدې موخه کار کولای شي او پر خپل ذات او وړتياوو  به مثبت فکر کوي او د نورو موخو ترلاسه کولو له پاره به ته پرځان بشپړ باور لري، که همداسې وي ؛ نو ستا کړه وړه به ستا پر ژوند څرګند اغيز ولري او خوښي به دې يو په دوه شي.

دا د نيکمرغۍ مثبتو خيالاتو څلور بنسټونه دي، که په هر يو کې کمزوري راشي؛ نو نتيجه به يې منفي خيالات او ستونزې وي.

څنګه کولای شو خپل منفي احساسات سمدستې په مثبتو احساساتو بد ل کړو؟