د هرات چشت ولسوالۍ له نهو کلونو وروسته بېرته افغان ځواکونو ونیوله

له ملي دفاع وزارت څخه انعکاس ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د هرات ولایت چشت ولسوالي دره تخت سیمه له نهه کالو وروسته او د غور ولایت دره کمنج سیمه یې تر دوه کلونو وروسته له وسله والو طالبانو ونیوله.

خبر پاڼه زیاتوي د یادو سیمو بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلوال طالبان هم افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو له تیرو ۳ اونیو راهیسې د هرات  په چشت او دغور ولایت په  دره کنج سیمو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې له پایه کې یې له کلونو ځنډ وروسته دغه سیمې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې.

د ملي دفاع وزرات چارواکو په وینا، د یادو عملیاتو پر مهال د بامیان ـــ غور او غور ـ هرات لویې لارې، چې له ډیر وخته د وسله والو طالبانو په واک کې وې د هغوی له شتونه پاکې او اوس خلک پرې ډاډه تګ راتګ کولی شي.

د سیمې اوسېدونکي له دغو عملیاتو خوښ دي او په دغه برخه کې یې امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

دفاع وزارت په دغو عملیاتو کې د ۴۸ وسله والو طالبانو د وژلو او د دغې ډلې د شپږو مرکزو د ویجاړولو اعا هم کوي، خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه ندي ویلي.