د هر انسان لپاره څلور منزلونه

هر انسان پر څلورو منزلونو تیریږي، لومړی منزل د مور نس دی، دا دده د ذات جوړېدو ځای دی چي په دې کي دده لپاره څه اختیار نشته، دوهم منزل دنیا ده، دا د صفاتو جوړولو ځای دی، دلته دومره اختیار ورکول کيږي چي په نېک او شر کي فرق کولو سره نیکي غوره کړي، دریم منزل قبر دی او څلورم منزل د قیامت ورځ ده، په دې ورځ به د اولینو او آخرینو له ټولو څخه لویه اجتماع وي “ان الله جامع الناس لیوم لا ریب فیه ان الله لا یخلف المیعاد” له هر یوه سره به د خپلو صفاتو په اعتبار معامله کیږي، له دې اجتماع سره به نافرمانو خلګو جماعتونه جوړیږي او جهنم ته به ځي “وسیق الذین کفروا الی جهنم زمرا” او د فرمانبردارو جماعتونه به جوړیږي او جنت ته به ځي “ وسیق الذین اتقوا ربعم الی الجنة زمرا” په روانو روانو منزلونو کي د صفاتو په اعتبار را پېښېدونکي خبري له عقل څخه وتلي دي، د عقل خلاف نه دي، لکه څرنګه چي په دې دنیا کي دوه کاله خبري مخکي ډیري په عقل کي نه راتلېو نن هغه په عقل کي راغلې، دغه ډول له مرګ څخه وروسته په عقل کي نه راتلونکي خبري به د مرګ په وخت کي په عقل کي راشي، دا ټولي خبري انبیاء کرامو علیم السلام له خالق، مالک، حیکم  او علیم څخه د وحي په ذریعه ښودلي دي چي دا بالکل اټکل، حق او رښتیا دي.

پاشلي ملغلري.