د هسپانیا د لالیګا لیګ فوټبال سیالیو کې ریال بتیس، ګیټیفي ته ماتې ورکړه

د لالیګا لیګ ویب پاڼې د معلوماتو لمخې دې لوبه کې د ریال بتیس لپاره د لوبې په ۸۹ یمه دقیقه کې لیون لیمونیس ګول وکړ، خو د ګیټیفي لوبډلې لپاره د لوبې تر اخره کوم لوبغاړي ګول ونه کړ او لوبه یې یو د صفر مقابل کې وبایلله.

په دې سیالیو کې ۲۰ لوبډلې دي، چې بارسلونا لوبډله یې د ۷۶ نمرو په لرلو سره د جدول په لومړي، اتلتیکو مادرید یې د ۶۷ نمرو په لرلو سره د جدول په دویم، خو ریال بتیس لوبډله یې د ۴۶ نمرو په لرلو سره د جدول ۶ او ګیټیفي لوبډله یې بیا د ۳۹ نمرو په لرلو سره د جدول په ۱۱م مقام کې ځای لري.

نصرت الله عمرزی