د هسپانیا لالیګ لیګ فوټبال سیالیو کې سیویا لوبډلې ریال مادرېد ته ۳-۰ ماتې ورکړه

د لالیګا لیګ د تېرې شپې لوبو کې سیویا لوبډلې د ریال مادرېد په لوبډله درې ګولونه ووهل.

سیویاته دوه ګولونه ولنتي سیلوا ووهل، نوموړي په ۱۷مه او ۲۱مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

دریم ګول ورته بین یدر په ۳۹مه دقیقه کې ووهلو.

ریال مادرېد لوبډلې چې تر اوسه یې په روانو لالیګ لیګ سیالیو کې لا کومه لوبه نه وه بایللې، په دې لوبه کې ګول وهلو ونه توانېده او لوبه یې درې د صفر ګولونو مقابل کې سیویا ته وبایلله.

د تېرې شپې نورو لوبو کې ویاریال، اتلتیکو بلبو ته ۳-۰ او لیګانیس، بارسلونا ته ۲-۱ ماتې ورکړه، خو د ویلنسیا او سلتا ویګو ترمنځ لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

نصرت الله عمرزی