د هسکې مېنې په ویر د مور غږ خپ شو

لیکنه: شمس الرحمن شمس
د جمعې لمانځه ته په شمار شېبې پاتې، کور کې مور هر بچې د جومات د تګ ناره وکړه.
ټول جومات ته لاړل، جومات کې امام صاحب د خدای او رسول خبرې کولې، جومات دا ځل له نورو جمعو(جومو) ډېر خوشبوداره وه، جومات کې هر لمونځ کوونکي خپل ملګري ته د نږدې راتګ بلنه ورکوله، هر نوی کس به چې راته نو دننه به بلل کېده.
د هر یو مخ نور کاوه، نور به یې ځکه کاوه چې د رب عبادت یې کاوه، قرآن کریم او احادیثو کې د جمعې د لمانځه فضیلت ډېر راغلی، اسلام هر لمونځ له فضیلت ډک ګڼلی او ویل یې دي، چې بنده باید د خپل رب عبادت په خشوع او عاجزئ سره ادا کړې.
د جمعې لمونځ ته مسلمانان ځکه ډېر راځي، چې خلک په کورونو کې وي او کارونو ته نه ځي، که چېرې کار هم کوي؛ د لمانځه لپاره په کې خاصه وقفه راولي، ځکه دا لمونځ د یو مسلمان لپاره د یوې اونۍ کړې ګناه معاف کوي.
هسکې مېنې ته هم لمونځ کوونکي ډېر ګڼ راغلي؛ خو بیا هم ځینې یې ښار کې و او هلته یې خپل لمونځونه ادا کول.
۱:۳۰بجې ته وخت نږدې شو، ملا صاحب خبرې پای ته نږدې شوې او د دعا لپاره یې لاسونه لپه کړل.
ټولو په یوه غږ له الله ج څخه د افغانستان د امن لپاره دعا وکړه.
له جومات څخه بهار (بېرون) نری نری باران شروع شو، له جومات څخه باندې خلکو هڅه شروع کړه چې دوی هم جومات انګړ ته داخل شي؛ خو ځای له لمونځ کوونکو ډک وو.
ملا صیب دعا خلاصه کړه، سنت وشول، د ذکام وهلو ناروغانو به ټوخلې به د جومات خاموشي ماتوله، بلاخره سنتونو وروسته خطبه وویل شوه او اماما صیب د صفونو د برابرېدو غږ وکړ.
وروسته یو وار بیا غږ شو، مسلمانانو الله ج مو وبښه دننه راشئ لږ جوخت ودریږئ!
لمونځ کوونکو یو بل ته د وروستي ځل لپاره وکتل، اوګې یې یو بل سره برابرې کړې، اماما صاحب د الله اکبر تکبیر ووایه ، مقتدیانو هم الله اکبر سره خپل رب سره خبرې پیل کړې.
یو رکعت وشو او دوهم رکعت ته لمونځ کوونکي قیام لا نه وه کړی چې یوه زوروره چاودنه کېږي او د جومات ټول چت پر لمونځ کوونکو نسکوریږي ، له جومات بهر خلک یې هم ژوبل کړل.
کلي کې شور جوړ شو، له هره کوره مور، خور، لور او مېرمنې له ماشومانو سره د جومات پر لورې رامنډې کړې، پر کمزورو بدونونو د جومات لاندې جسدونه راویستل، د چاودنې غږ دومره زورور وو، چې ټوله ولسوالۍ یې خبره کړه.
له هر جومات څخه ډله ډله خلک د مرستې لپاره راورسېدل، امبولانسونو چیغې جوړې کړې؛ خو کم تعداد یې د ژوبل شویو وس نه درلوده او د ننګرهار سیمه ییز رغتون څخه یې مرسته وغوښته.
له یو ساعت وروسته هر کور ته درې او له دې ډېرې جنازې ورننویستل شوې.
شور او د ماشومانو چیغو، اسمان هم نا ارامه کړ او باران زور واخېست، یوې مور ویل چې یو وار مې زوی راباندې ووینئ بیا یې خښ کړی.
وروستي جزیات.
هسکه مېنې ولسوالۍ کې د حضرت ابوبکر صدیق (رض) جامع مسجد کې چاودنې ۶۵تنه شهیدان کړي او له ۳۰ ډېر یې ټپیان کړې دي.