د راپورونو له مخې د هلمند او کندهار اوسېدونکي له طالبانو او افغان حکومت غواړي چې د کجکي برېښنا دې نه پرې کوي. له دووه اونیو راپه دېخوا پر هلمند او کندهار د کجکي برېښنا پرې شوې ده. د یادو ولایتونو مدني فعالان وایي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د کشمکش له امله دغه برېښنا په شپو شپو پرې کېږي.