نن سهار د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کتار چاودنه شوې، چې پر مهال يې د سرحدي لوا قومندان جنرال ظاهرګل مقبل وژل شوی او څو تنه نور هم پکې ټپیان شوي دي.
د هلمند ولايتي چارواکو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، دې پېښه کې د یو خصوصي تلويزیون خبریال هم ټپي شوی دی.
د چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د هلمند ډېری برخه د طالبانو په واک کې ده او ویل کيږي، چې دا چاودنه به هم طالبانو کړې وي.
چارواکو د پېښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.