د هلمند په کجکي سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله نهه تنه وژل شوي

د هلمند ولایت په کجکي سيند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله نهه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دغې سیمې اوسېدونکي وايي،چې دغې کښتۍ به د همدغې سیمې اوسېدونکي د سيند له يوې غاړې بلې ته لېږدول چې ډوبه شوې ده. ځايي اوسیدونکي وايي چې د څو تنو مړي تر اوسه نادرکه دي.