د هندوستان اوپنر توپ وهونکی وايي غواړي چې نړیوال جام وګټي

د هندوستان پېلوونکی توپ وهونکی روهېټ شرما وایي، غواړي چې په خپلې وړتیا سره هندوستان ته نړیوال جام وګټي.

روهېټ شرما په یوه مرکه کې ویلي، چې دی خواري کوي،  ترڅو هندوستان ته د اتل رول ولوبوي او نړیوال جام ورته وګټي.

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې یې غوره توپ وهنه کړې او د هندوستان د اوپننګ برخه د ملا د تیر رول لوبوي.

روهېټ شرما د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام یو ورځنیو لوبو کې د هندوستان لوبډلمشر و او د هندوستان لپاره یې په خپله لوبډلمشرۍ کې اتلولي وګټله.

هغه د سریلانکا خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه کې د ۲۶۴ منډو ریکارډ لري او تر دې دمه هیڅ لوبغاړی نه دی توانېدلی، چې په یواځې ځان یوه یو ورځنۍ لوبه کې دومره مندې وکړي.

شرما د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هندوستان لپاره تر ټولو مخکښ توپ وهونکی و او له شپږ سوو یې زیاتې منډې کړې وې.

روهېټ شرما په داسې حال کې د نړیوال جام د ګټلو خبره کوي، چې لا هم د کرونا ویروس وېرې له امله د لوبو ترسره کېدل نه دي ډاډمن شوي او که نړیوال جام ترسره شي، بیا به پکې د روهېټ شرما لوبه په ډاګه شي.