د کرونا ویروس له امله د آې پي ایل سیالۍ د مارچ له ۲۹ مې نېټې د اپرېل ۱۵ مې نېټې ته وروسته شو؛ خو د چهارشنبې په ورځ چې د اپرېل ۱۵ مې نېټې سره سمون خوري نه پېلېږي.
اوس د آی پي ایل کرکټ لیګ لپاره د خزانې مسئول ارون دومال ویلي، چې د دغو کرکت سیالیو د کېدو او یا هم نه کېدو په اړه خبرې کول له وخته مخکې دي.
د هغه په خبره که چېري د کرونا ویروس پېښې همداسې چټکې وي؛ نو ښایي په اسټرالیا کې نړیوال شل اوریز کرکټ جام هم ترسره نشي.
که چېري د کرونا تهدید پای ته ورسېږي؛ نو سږ کال به د آې پي ایل سیالیو دیارلسم پړاو ترسره شي.
له دې وړاندې کرکټ ټولو هغو لوبغاړو د هند سوداګریزکرکټ لیګ په اړه نظرونه ورکړي؛ خو یو یې هم ځای نه دی نیولی.
د آې پي ایل په اړه ځېنو سرچینو داسې راپورونه هم ورکړي وو، چې ښایي اې پي ایل د بندو دروازو تر شاه ترسره شي؛ خو لا هم دا نظریه نه ده بریالۍ شوې.