د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې ممبۍ انډینز لوبډله پای لوبې ته ووته

د دې سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې چینای سوپر کېنګز لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.

د چینای د پیل توپ وهنه ښه نه وه؛ خو وروسته د رایډیو او ام اس ډوني په ملګرتیا یې لوبه ښه شوه.

رایډو ۴۲ او ام اس ډوني ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

مقابل کې یې ممبۍ انډینز لوبډلې د څلور لوبغاړو په زیان سره یاد هدف اتلسم اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.

سومایا سرکار یادف ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ممبۍ لوبډلې درې ځلې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کال کې د هند غوره لیګ سیالیو اتلولي ګټلې ده.

په دې سیالیو کې نن ماښام مهال ۶ نیمې بجې د سنرایزر حېدر اباد او ډیلي کاپیټالس لوبډلو ترمنځ لوبه پیلیږي، بایلونکې لوبډله به یې له سیالیو بهر او ګټونکې لوبډله به یې له چینای سوپر کېنګز سره په دویمه نیمه پای لوبه کې مخ کېږي.

د دې سیالیو دویمه نیمه پای لوبه جمعه او پای لوبه یې راتلونکې یکشنبه ترسره کېږي.

خبریال: نصرت الله عمرزی