د هندوستان غوره لیګ سیالیو ۱۳مه لوبه کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې وګټله

د هندوستان غوره لیګ شل اوریزو کرکټ سیالیو په ۱۳مه لوبه کې کېنګز ېلېون پنجاب لوبډلې ډیلي کاپیټالس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه پنجاب لوبډلې وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ډیلي ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې دېوېد مېلر ۴۳ او سرفراز خان ۳۹ تر نورو زیاتې منډې وکړې؛ خو ډیلي ته موریز ۳، ربادا او سندیپ لمیچاني دوه دوه ویکټې واخېستې.

مقابل کې یې ډیلي کاپیټالس لوبډلې هدف ته ځان ونه شو رسولای؛ شلم اور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۵۲ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۱۴ منډو په توپیر وبایلله.

پنجاب ته توپ اچونه کې سیم کورن څلور، اشوین او محمد شمي دوه دوه وېکټې واخېستې؛ خو مجیب الرحمن ۴ اورونو کې د ۳۶ منډو په ورکولو سره وېکټ وانه خېسته.

د لوبې غوره لوبغاړی سیم کورن وټاکل شو.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن ۷ بجې راجستان رایلز لوبډله له ریال چلینجر بنګلور لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی