د هندوستان پریمیر لیګ شل اوریزه سوداګریزې کرکټ سیالۍ سبا شنبه پیلیږي

د هندستان پریمیر لیګ یولسم پړاو کرکټ سیالۍ شنبه ماسختن ۷ بجې د تېر کال اتلې ممبي انډینز او له دوه کلن بندیز وروسته راستنې شوې چینایي سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ پیلیږي.

په دې سیالیو کې سږ څلور افغان لوبغاړي راشدخان، محمد نبي، مجیب الرحمن او ظاهر خان هم اخیستل شوي.

د ای پي ایل ویب پاڼې د معلوماتو لمخې په دې سیالیو کې به ځینې ورځې یوه او ځینې ورځې به دوه سیالۍ ترسره کیږي.

د دې سیالیو په دوام د یکشنبې په ورځ د مازدیګر په څلور بجو به د مجیب الرحمن اړوند کینګز ایلیون پنجاب لوبډله د ډیلي ډرډیویلس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي او دوشنبه به د ماسختن په ۷ بجو د راشد او نبي اړوند سنرایزر حیدآباد لوبډله د ظاهر خان اړوند راجستان رایلز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د اته لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ به د مۍ تر ۲۷ مې نیټې دوام وکړي.

نصرت الله عمرزی