د هندي سبک پيدايښت او پر پښتو ادب يې اغېز

لیکوال : پوهندوی شاه محمود کډوال

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی، لغمان پوهنتون

لنډیز : زموږ د سيمې شاعري بېلابېل سبکونه لري چې یو مشهور يې هندي دی. لکه له نوم يې چې څرګنده ده، دا هندي سبک د اوسني هندوستان په ځمکه د پارسي ژبو شاعرانو په وسیله رامنځته شوی، پالل شوی او په دې ډول يې په نورو ژبو کې هم ځای موندلی چې يوه يې پښتو ده .

سریزه: هندي سبک د سيمې د ادبیاتو، هنر او شعر جلا لار ده ، چې له نورو سبکونو سره جلا ځانګړنې لري. دا سبک په نهمه هجري پيړۍ کې رامنځته شوی دی. يوه ډله فارسي ژبي شاعران چې د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو په ترڅ کې هند ته کوچېدلي وو، هلته د هندي مغلي دربار د پاموړ وګرځيدل او په شعر او شاعرۍ يې پيل وکړ. همدغه شاعري هندي سبک او بیا مکتب جوړوي. هندي سبک يواځې په هند او پارسي ژبې پورې تړلی پاتې نه شو، نورو هيوادونو او ژبو ته هم ولېږدیده چې يوه يې پښتو ژبه او ادب دی.

کلیدي نومونې: سبک، هندي سبک، هندي مکتب

موخې: هندي سبک د پښتو ادبیاتو او شاعرۍ يوه مهمه برخه ده. د یاد سبک سپړل ، په دې اړه د معلوماتو ډېرول او اړوندو مینوالو ، لیوالو ، څېړونکو او محصلینو ته وړاندې کول. د دې ترڅنګ د لیکوال او څېړونکي لپاره د معنوي امتیاز ترلاسی.

مواد او میتود: د دې څېړنې لپاره له بېلابېلو باوري سرچينو ګټه اخیستل شوې چې برېښنايي هم پکې ګډون لري.

د هندي سبک پيدايښت : په پيل کې غوره خبره ده چې سبک وپيژنو:

سبک : عربي ويی دی چې معنا او مفهوم يې د سرو او سپينو زرو ويلې کول او کالب کې اچول دي . په ادبي اصطلاح سبک د يو شاعر یا ليکوال د وينا او ليکنې لارې ، اسلوب او روش ته وايي ( ۶ : ۸۳ ) .

هندي سبک په نهمه هجري پېړۍ کې په افغانستان ، هندوستان ، ماوراء النهر او ایران کې دود شو . په دې سبک کې د شعرونو مضمونونه دقیق شول ، د معناوو باریکۍ او شاعرانه تخیلاتو په ساده او معمولي کلمو کې دود وموند . همدارنګه په ادب کې کنايې ، پېچلې استعارې ، لغز او داسې نور راڅرګند شول ( ۹ : ۱۴ ) .

هندي سبک د شعر ويلو يوه ځانګړې او جلا لار يا اډانه ده چې له نهمې هجري پيړۍ وروسته رامنځته شوې ده . د دې سبک د پيدايښت بېلابېل لاملونه ښيي :

هغه وخت چې صفويان واک ته ورسېدل ، دودیزو مدحیه شعرونو او شاعرانو خپل ارزښت له لاسه ورکړ ، دې ډول شعرونو او شاعرانو ته پام نه کېده ، ځکه نو يوه ډله شاعران آړ شول د هند ادبپال دربار ته مخه کړي او هلته په شعر او شاعرۍ بوخت شي .

د هندي سبک جوړښت په لاندې ټکو کې لنډولای شو :

د ژبې له اصلي مرکز څخه لرېوالی .

د غوره ټکو او مفهومونو د څرګندونې په موخه ، د ځواک نندارې ته لېوالتيا .

د نوښت او شعري فنونو خوښونه .

د هندي ژبې ، فرهنګ او چاپېریال اغېز .

د پورتنيو لاملونو په ترڅ کې داسې سبک منځته راغی چې هندي يې بولي . ځينې دا سبک اصفهاني هم بولي . دې سبک له نهمې تر دیارلسمې هجري پيړۍ پورې دوام وکړ .

ځينې وخت انقلابونه او ټولنيز بهیرونه د سبکونو د بدلون لامل ګرځي . د صفوي واکمنۍ په راتلو سره ، شیعه مذهب رسمي شو او صفوي واکمنو ورته ډیر پام کوه . شعر هم مذهبي شو او پخوانيو ، عرفاني ، درباري او عشقي شعرونو ته پام نه کېده او د دې ډول شعر او شاعرانو ارزښت لږ شو ، شعر نور په يوې ځانګړې ډلې پورې تړلی پاتې نه شو او بېلابېلو وګړنيو ډلو شعرونو ته مخه کړه . د هندي سبک د زماني او مکاني حوزې د پراختیا له کبله ، په دې سبک کې ډولونه راښکاره شول ، چې د دې لامل شول ، د ایران او هند میشتو شاعرانو ترمنځ توپیر رامنځته شي . ځينې د دې دورې د ایران میشتو شاعرانو دودیز سبک صفوي بولي او د هند میشتو هندي .

په يوه بله ويشنه کې ، د دې دورې د شعر سبک صفوي نومول شوی چې په دوو څانګو يې ویشي . يوه څانګه يې ایرانۍ صفوي یا اصفهاني سبک او بله يې هندي . په هندي څانګه یا سبک کې ، هلته د فارسي ژبې نه لرغونتوب او د هغه ځای د فرهنګي چاپېریال له کبله د شعر ژبه پېچلې او تر ډېره ګرامري تیروتنې لري . که څه هم په ۱۲ مه هجري پيړۍ کې په ایران کې د هندي سبک پر وړاندې غبرګون وښوول شو ، خو په افغانستان ، تاجکستان او پاکستان کې يې اغیز تر وروستي وخته شتون درلود .

د هندي سبک په پيدايښت کې کيدای شي د مذهب ، هند ته د شاعرانو تګ ، اقتصادي سوکالي او له فرهنګ سره د صفوي شاهانو لېوالتیا ، لاملونه دخيل وګڼو . صفوي حکومت د مدحي ، درباري شعرونو سره جوړ نه وو او له دوديزو عرفاني توپیرونو سره په ټکر کې وو ، له دې امله شعر او شاعران له درباره ووتل او هر چا دا حق پيدا کړ چې شعر ووايي . د پخوانيو درباري شاعرانو مزدوري هم ودرېده ، ځکه نو دوی هند ته مخه کړه او د هندي چاپيریال تر اغيز لاندې يې شعر ويل پيل کړل. د خلکو اقتصادي سوکالي هم د دې لامل شوه چې ادب ، شعر و شاعرۍ ته مخه کړي او شعر د خلکو ترمنځ عام شي .

په هندي سبک کې شاعر آړ وو چې د غزل یا شعر لومړۍ مسره يې باید نوی مضمون ولري . دا خبره د دې لامل شوه چې د نویو اړيکو د رامنځته کيدو لپاره د شاعرانو شونتیاوې ورځ تر بلې محدودې شي او د پيښو د تړاو په موخه ژور یا لرې لاړ شي ، په دې توګه په تعقید او اغراق کې کښېوتل او په شعر کې ابهام رامنځته شو .

د هندي سبک ځانګړنې په دریو برخو کې څېړلای شو :

۱ – ژبه  : د بېلابېلو وګړنیو ډلو شعر ويل ، د دې لامل شول چې د کوڅې او بازار ژبه شعر ته لار پيدا کړي او د شعري وييپانګې دایره پراخه شي او ډیر لرغوني ادبي لغتونه له دوده وغورځي .

۲ –  فکر: هندي شعر په معنا او مضمون څرخي ، نه په شکل او صورت .  د دې سبک شاعران معنا ته ډیر پام کوي ، نه ژبې ته. هغوی د مضمون جوړونې په لټه کې ، د طبیعت او ذهن له هر څيز نه ګټه اخلي . د هندي سبک شاعرانو کار په هندي سبک کې د پخوانیو فلسفي ، عرفاني او غنايي مطلبونو ژباړه ده . په دې دوره کې د هندوانو د دودونو ، آدابو او مذهب اړوند فکرونه او لغتونه هم شعر ته راننوتل .

۳ –  ادبیات : په هندي سبک کې بديع او بیان ته دومره پام نه کيږي ، که څه هم تشبېه د دې سبک بنسټ دی ، خو نورې بدیعي او بیاني ښکلاوې پکې نه ښکاري ، يواځې هغه دي چې په طبیعي او تصادفي توګه پکې راغلې دي.

www.pajoohe.com

هندي ادبي مکتب د وخت د ځانګړو عواملو تر اغېزې لاندې په خپل وخت کې په پارسي ، پښتو او اردو شعر کې نامتو هنرمندې شعري څېرې رامنځته کړې . په دغو شعري اثارو کې شعر د لوړ تخیل له سختې موشګافۍ سره یوځای شو او د شعر يو لړ ښکلي بابونه يې معراج ته ورسول . په پښتو کلاسیکه شاعرۍ کې د هندي ادبي مکتب د نمونو د څرکونو د لټون په لړ کې د وخت او چاپېریال مجموعي اغېز ته له يوخوا پاملرنه په کار ده او زموږ د هنرمندو شاعرانو په اثارو کې د وخت د پارسي شعر اغېز ته له بلخوا . دا د ولسونو او فرهنګونو ګډ میراثونه ، ګډ ویاړونه او ګډ شعرونه دي چې خلک ، پرګنې ، ولسونه او فرهنګونه لا سره نږدې او ( یو ) کوي ( ۱ : ۱۱۵ ) .

هندي سبک او پښتو ادب :

وړاندې مو ولوستل چې هندي سبک ، د هند پر ځمکه او جغرافيه کې د فارسي ژبو شاعرانو له خوا رامنځته شو او نورو سيمو ته وليږديده . پښتو ادب هم له دې سبک اغيزمن شو او ويل کيږي لومړی پښتون شاعر عبدالحميد مومند وو چې د دې سبک په اډانه کې يې شعرونه وويل .

د پښتو ادبیاتو ګرده محققین او پوهان په دې عقیده دي چې د هندي سبک اساسات په پښتو شاعرۍ کې تر هر چا د مخه عبدالحمید مومند ( ۱۱۴۸ هـ حدود ) رعایت کړي دي او زیار يې ایستلی دی . د دغه ادبي سبک له غوښتنو سره سم ، خو د اعتدال د حد په ساتلو سره يې خپله شاعري عیاره کړې ده . د دې سبک د ځينو ځانګړنو له خپلو سره سره حمید د خپل شعر جوله پښتنه وساتله او دا په دې معنا چې ده په دې برخه کې د اعتدال لاره غوره کړه او په متوسط ډول يې د هندي سبک اساسات خپل کړه . په پښتو شاعرانو کې چې چا په خپله شاعرۍ کې دا سبک د کمال تر حده پسې تعقیب کړ او د دې سبک کابو ګرده خصوصیات يې خپل کړل ، هغه کاظم خان شیدا دی ( ۸ : ۳۰۹ ) .

حمید بابا په قوم د باړې مومند او په مومندو کې خدریزی دی ، خو ژوند يې د دغه شعر :

که د ښکلو د درګاه ګدايي مومم

های توبه د محمدشاه له سلطنته

له مخې د محمدشاه رنګيلا تر دورې ( ۱۱۳۲ هـ  ـ ۱۱۵۲ هـ ) یقیني دی . بیاهم په یقین سره نه شي ويل کېدای چې دا شعر حمیدبابا د محمدشاه رنګيلا د حکومت په کوم کال ويلی دی ، خو که د دغه دور په لومړي کال يې ويلی وي ، نو د شاعر ژوند تر ۱۱۳۲ هـ کال ، بالکل یقيني دی ( ۴ : ۲۸۰ ) .

حمید پارسي ادب ولوست ، په ځانګړې توګه هندي سبک ته ډیر ځير شو چې د ده پر وخت ډیر دود او لوړتیا ته رسېدلی وو . ده د پارسي ادب په هندي سبک کې شعرونه وويل چې د شعرونو ځانګړنې يې د پارسي ادبیاتو هندي سبک ته ډېرې نږدې دي او هغه ځانګړنې لري چې د پارسي ادب هندي سبک يې لري . دا لاره بیا نورو هم وڅارله او د حمید په لاره لاړل چې ( کاظم خان شیدا ، محمدي د میاعمر څمکني زوی ، میرزاحنان ، حاجي عبدالله محزون ، کاظم خان ، کامګار ، ملا محمد اکرم او صمد ) ترې یادولای شو ( ۳ : ۱۰۱ ـ ۱۰۴ ) .

حمید ماشوخېل د پښتو ژبې داسې شاعر دی چې شعرونه يې په ځانګړې توګه د شکل د پوخوالي له کبله معمولا د پښتو ژبې د کلاسیکو شعرونو د نمونو په حيث راوړل کېږي . دی د پښتو ژبې يواځينی شاعر دی چې هم يې ډېر او هم يې ښه شعرونه ليکلي دي ( ۲ : ۸۵ ) .

که څه هم د حمید او شیدا تر پلویانو وروسته په پښتو کې د هندي سبک شاعري پيکه او یا هم بیخي په نشت حساب وو ، خو په معاصره دوره کې استاد محمد صدیق پسرلي بېرته د دغه سبک په جسد کې نوې سا پو کړه او پر دغه سبک برابره شاعري يې وکړه .

په معاصره دوره کې د استاد پسرلي ترڅنګ ځينې نور شاعران هم شته چې شاعري يې تر دېره بریده د هندي سبک له اغېزو برخمنه ده چې له دې جملې موږ د سید جيلاني جیلان شاعري یادولای شو . د جلان په شاعرۍ کې د دغه سبک نښې نښانې څرګندې دي ( ۵ : ۱۴۵- ۱۴۶ ) .

سرمحقق سید محی الدين هاشمي په پښتو ادب کې د هندي ادبي مکتب ځانګړنې داسې راښي :

۱ –  اوچت تخيل ، نازکخيالي ، نوښت ، نادرې تشبېه ګانې او استعارې د دې ادبي مکتب بنسټيزه ځانګړنه ده .

۲ –  د دې ادبي مکتب پيروان غزل ويونکي دي او دغه ادبي ډول یا فورم يې کمال ته رسولی دی .

۳ –  د شعرونو موضوع تر ډیره د مينې او محبت مسایلو ته وقف شوې او له سوز و سازه ډک دي .

۴ –  سره له دې چې دا ادبي مکبت د هندي ادبی مکتب تر اغيزو لاندې رامنځته شوی ، پښتني ژوند او چاپېریال هم پکې پخپله بڼه انځور شوی ، استعارې او تشبېه ګانې يې هم په دغه خم کې رنګ شوي دي .

۵ –  د خیال په نازکۍ او د معنا په باريکۍ سربېره ، په الفاظو او عبارتونو کې د سوز او ښکلا پيداکول ، د دې ادبي مکتب غوره ځانګړنه ده .

۶ –  په شعرونو کې متلونه ، عامې محاورې او سيمه ییز اصطلاحات ډیر کارول شوي دي .

۷ –  د فارسي ژبې او ادب اغیزه ، د دې مکتب پلویانو ډیره منلې ده .

۸ –  حکايتي ادب له نورو ژبو ، په ځانګړې توګه له فارسي ژبې نه ژباړنو ډیر عمومیت موندلی دی . ( ۷ : ۲۸۰ )

پایله : هندي سبک چې بیا يې د يوه مکتب بڼه غوره کړه ، په نهمه هجري پېړۍ کې پر هندوستان د پارسي ژبو شاعرانو له خوا رامنځته شو . دغه شاعران چې ويل کېږي د ناوره شرایطو له کبله له ایرانه هند ته کوچېدلي وو ، هلته يې د هندي فرهنګ اغېز ومانه او د شعر یو نوی کالب رامنځته شو .

د هندوستان هېواد د ګډو او ګڼو ژبو او فرهنګونو کور دی ، هلته هر ډول ادبي اوښتون په نورو هم خپل اغېز درلود ، بیا پښتو چې له پارسي ژبې سره نږدې اړيکي لري ، له هندي سبکه اغېزمنه شوه . پارسي د هغه وخت داسې ژبه وه چې زموږ دسيمې ډیری فرهنګیان ترې اغېزمن وو او پرې پوهېدل . په دې توګه هندي سبک پښتو ته هم لار وموندله او د لومړي ځل لپاره عبدالحميد مومند په دې سبک کې شاعري وکړه او بیا همداسې نور هم ورننوتل .

مناقشه : د هندي سبک او مکتب په اړه په پښتو کې څېړنې شوې دي او د هندي سبک تابع پښتو شاعران هم په نښه شوي دي . دا چې هغه خورا اوږدې او پاشلې وې ، د دې ليکنې په ترڅ کې رالنډې او څرګندې شولې چې لوستونکی  ژر موخې ته ورسوي .

اخځونه :

۱ ـ انځور ، زرین . ( ۱۳۹۴ ش ) . د زړو پاڼو تول . جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه .

۲ ـ جهاني ، عبدالباري . ( ۱۳۸۷ ش ) . د مشکو کاروان ( درېیم چاپ ) . کوټه : صحاف نشراتي موسسه .

۳ ـ حبيبي ، عبدالحی . ( ۱۳۹۰ ش ) . تاريخچه سبکهای اشعار پښتو . کندهار : علامه رشاد خپرندويه ټولنه .

۴ ـ خلیل ، همیش . ( ۲۰۰۸ م ) . د پښتو شعري ادب . پېښور : پښتو اکاډمي پېښور پوهنتون .

۵ ـ قریشي ، خاظره . ( ۱۳۹۴ ش ) . هندي سبک او پښتو شاعري . کابل : ملي تحریک .

۶ ـ هاشمي ، سید محی الدين . ( ۱۳۸۱ ش ) . ادبپوهنه . پېښور : د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره .

۷ ـ هاشمي ، سید محی الدين . ( ۱۳۹۳ ش ) . د ادبپوهنې څانګې . کابل : ميهن خپرندویه ټولنه .

۸ ـ هېوادمل ، زلمی . ( ۱۳۷۳ ش ) . په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه . لاهور : شرکت پرنټنګ پریس .

۹ ـ همکار ، محمد ابراهیم . ( ۱۳۹۲ ش ) . په پښتو منظوم هندي سبک کې د مجاز ډولونه . ننګرهار : ختيځ خپرندویه ټولنه .

Abstract: The Indian style of poetry is one of the famous in Region, It was found by Persian poets who were migrated from Iran to India at 9th Islamic century.

The Persian language and literature had affected other languages in the area like Pashto language and