د هندي سينما تر ټولو زړه راښکونکې او جاذبه اداکاره څوک ده؟

دپيکا پاډوکون، کرينه کپور او کترينه کېف

د باليووډ فلمونو مشهور اداکار اميتاب بچن د هندي سينما تر ټولو باورمن شخصيت او دپيکا پاډوکون تر ټولو باورمنه اداکاره ګڼل شوې ده.

د هندوستان ټايمز د يوې سروې له مخې، اميتاب بچن ته ٨٨ سلنه خلکو رايې ورکړي دي او اکشى کمار ته ٨٦.٨ کسانو رايې ورکړي دي او د هندي سينما باورمن اداکاران يې ګڼلي دي.

دپيکا پاډوکون ٨٢.٨ رايې ترلاسه کړې دي او د هندي سينما تر ټولو باورمنه اداکاره ګرځېدلې ده، همدا راز انوشکا شرما او ويراټ کوهلي بيا د هند تر ټولو غوره جوړي ګرځول شوې ده.

 

انوشکا شرما

 

د هندي ټلويزيون مشهور کوميډي اداکار کپل شرما بيا د ټلويزيون په برخه کې تر ټولو باورمن شخصيت ګرځول شوى، هغه ته ٦٣.٢ سلنه کسانو رايې ورکړي دي، د ښځو په برخه کې بيا کاجل لومړى مقام ترلاسه کړى.

 

کپل شرما

 

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني د نارينه و کرکټ په برخه کې لومړى مقام ترلاسه کړى دى او د ښځو په برخه کې بيا ميتالي راج د غوره لوبغاړې نوم ګټلى دى.

 

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون بيا په هند کې د تر ټولو زياتې پېژندګلوۍ په برخه کې هم نوم ګټلى دى، چې دا جوړا ډېره پېژندګلوي لري.

 

دپيکا پاډوکون او رنوير سينګ

 

ايوشمان کهرانه بيا د زياتې پېژندګلوۍ لرلو اداکار، کرينه کپور او بهارتي سينګ بيا د ټلويزيون په برخه کې د زياتې پېژندګلوۍ لرونکې ګرځېدلي دي.

 

همدا راز د هند تر ټولو زړه راښکونکې او جاذبې (ګليمرس) اداکارې په برخه کې ٦٠.٣ سلنه رايې ترلاسه کړې دي او لومړى مقام يې اخيستى دى، ورپسې پريانکا چوپړه بيا ٥٧.٧ سلنه رايې اخيستي دي او په دويم مقام کې دي. همدا راز رنبير کپور بيا په دريم مقام کې راغلى دى چې ٥٢.٤ سلنه رايې يې ترلاسه کړي دي.

 

دپيکا پاډوکون او پريانکا چوپړه

 

د يادولو وړ ده چې په دې راپور کې د ٢٣ ښارونو د ٦٠ زره کسانو څخه رايې اخيستل شوي دي او له هغه وروسته دا راپور جوړ شوى دى.

کاپي هنرستان….