د هندي سينما ١٠ غوره فلمونه

هندي سينما يا انډين فلم انډسټري په نړۍ کې يو ځانګړى شناخت لري، په هند کې جوړ شوي فلمونه نه يوازې دا چې په هند کې ډېر مينه وال لري، بلکې په نورو هېوادونو کې هم نندارې ته وړاندې کېږي او خلک يې په مينه ګوري.

د هند سينما يو ځانګړى حېثيت دا هم لري، چې خپل تخليق کوي او همدا راز هر يو فلم يې د سندرو ښکلا هم لري، چې فلم لا ډېر ورسره خوندور کوي.

په هندي سينما کې نه يوازې دا چې اېکشن فلمونه جوړېږي، بلکې د مينې، کامېډي او نورو بېلا بېلو برخو کې هم په زړه پورې او خوندور فلمونه جوړ او خلکو ته وړاندې شوې دي.

دلته د هغه لس فلمونو په اړه تاسو ته معلومات درکوو، چې د هندي سينما په تاريخ کې له غوره فلمونو څخه ګڼل کېږي.

 

دل والى دلهنيا لى جاينګى

د شاه رخ خان او کاجل دا فلم چې په هند، لندن او سويټزرلېنډ کې ثبت شوى دى، د مينې يو بې مثاله فلم دى. په دې فلم کې د فلم هلک د اروپا په سفر کې د نجلۍ (کاجل) سره ويني، چې د دواړو ترمنځ د مينې تار غځېږي او وروسته بيا د نجلۍ پلار نجلۍ پنجاب ته بوځي، تر څو د خپل يو ملګري زوي سره يې واده وکړي، هلته بيا هلک هم ورځي او په پاى کې دواړه بريالي کېږي.

 

دا فلم په هند کې په يوه سينما له هماغه ورځې راهيسې چې جوړ شوى، تراوسه پورې نندارې ته وړاندې کېده، چې دا هم د دې فلم لپاره يو ځانګړى ريکارډ دى، همدا راز اوس هم دا فلم خلک په ډېره مينه ګوري.

 

 

کوين

د کنګنا رناوت فلم، چې يو هلک سره مينه لري او د واده لپاره يې ټولې تيارۍ نيول شوي وي، خو هلک له واده څخه انکار وکړي او واده يې پاتې شي. کنګنا له واده مخکې د هني مون لپاره هم ټول پلان برابر کړى وي، خو کله چې يې واده پاتې شي، نو په يوازې ځان د هني مون لپاره د اروپا په سفر لاړه شي.

 

دا نه يوازې د کنګنا رناوت تر ټولو غوره فلم دى، بلکې د هندي سينما يو غوره فلم دى چې په کتلو به يې پښېمانه نه شئ.

 

 

ايک لړکي کو ديکها تو ايسا لګا

دا فلم په وروستيو کې نندارې ته وړاندې شوى دى، چې سونم کپور، انيل کپور او راجکمار راو پکې کار کړى دى. دا يو کومېډي ډرامه فلم دى، چې يوه ځوانه ښځه پکې په بله ښځه مينېږي او غواړي چې له هغې سره واده وکړي، خو د کورنۍ او خپلو خپلوانو له لوري پرې فشار وي، چې بايد دا کار ونه کړي.

 

 

٣ ايډيټس

د عامر خان (٣ ايډيټس) نه يوازې دا چې ډېرې زياتې پېسې وګټلې، بلکې د خلکو زړونه يې هم ډېر وګټل. په دې فلم کې د پوهنتون د درې زد کوونکو کيسه وړاندې شوې ده. دا فلم په اصل کې کومېډي دى، خو پکې د تعليم سيسټم په اړه ډېر څه وړاندې شوې دي.

 

دا يو له بهترينو فلمونو څخه دى، چې په کتلو به مو نه يوازې دا چې وخندوي، بلکې ډېر څه به ترې زده هم کړئ.

 

 

شعلې

د اميتاب بچن او درميندرا دا فلم نه يوازې په خپل وخت کې ډېر مشهور او بريالى فلم و، بلکې اوس هم د کلاسيک فلم په توګه يادېږي او خلک يې په مينه ګوري.

دا فلم په ١٩٧٥ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، چې د (ګبر سينګ) کردار پکې ډېر زيات مشهور شوى و او ډيالوګ يې اوس هم د خلکو په زړه دى.

 

 

مادر انډيا

محبوب خان په ١٩٤٠ کال کې د يو جوړ شوي فلم په کيسه باندې نوى فلم د (مادر انډيا) په نوم جوړ کړ او په دې فلم يې اوږده موده او لوى مصارف وکړل. دا فلم په ١٩٥٧ کال کې نندارې ته وړاندې شو، چې يوه ښځه پکې له غربت سره لاس و ګرېوان وي او خپل دوه بچي رالوى کړي.

دا فلم هم په هندي سينما کې د کلاسيک درجه لري.

 

 

مغل اعظم

دا تاريخي فلم چې د مغل شهزاده سليم او انارکلي په مينه جوړ شوى دى، د هندي سينما يو له بهترينو فلمونو څخه دى. دا فلم هم په اوږده موده کې جوړ شوى دى، چې د سليم او انار کلي د مينې کيسه پکې ښودل شوې ده، چې اکبر باچا يې مخالف وي.

 

 

دي لنچ باکس

د عرفان خان يو بهترين فلم (دي لنچ باکس) دى، چې د خلکو زړونه يې ګټلي دي. په دې فلم کې يوه ښځه خپل خاوند ته په لنچ باکس کې هره ورځ خط ليکي، چې هغه د هغې ښځې د خاوند پر ځاى عرفان خان ته ځي او د دوه ناليدلو کسانو ترمنځ يو ډول په تعلق او اړيکه باندې جوړ شوى فلم دى.

 

 

پياسه

په ١٩٥٧ کال کې نندارې ته وړاندې شوى فلم (پياسه) چې ګورو دت او وحيده رحمان پکې کار کړى و، د هندي سينما يو له بهترينو فلمونو څخه دى، چې که يې اوس هم وګورئ، پښېمانه به پرې نه شئ.

کاپي هنرستان…