د هند او افغانستان تر منځ هوایي تګ راتګ بند شوی

هند کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې له پرون سې شنبې راهیسې د هند او افغانستان تر منځ د کورونا ویروس د اندېښنو له امله د مارچ میاشتې تر ۳۱ مې نېټې هوایي تګ راتګ بند شوی دی.

له دې اعلان وروسته هغه زرګونه افغان محصلین، سیلانیان، سوداګر او ناروغان چې دا مهال په هند کې دي، لږ تر لږه د مارچ میاشتې تر پایه ښایي هماغلته ایسار پاتې شي.

نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وایي، چې د اوس لپاره یې هر ډول قونسلي خدمتونه هم درولي او یوازې بېړني حالت کې هند کې مېشت افغانان ورسره اړیکه نیولی شي.

له دې وړاندې هند له افغانستان، نیپال او مالیزیا پر ورتلونکو الوتنو د بندیز اعلان کړی و؛ خو اوس په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وایي، چې له نوي ډيلي نه کابل ته هم الوتنې ځنډېدلې دي او هند کې مېشت کسان باید کابل ته د تلو نورې لارې چارې ولټوي.