د هند او پاکستان تر منځ جګړې کې ۱۱ تنه وژل شوي

د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ د کشمیر په جنجالي سرحدي سیمې کې په تازه جګړو کې د ۳ هندي عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي چارواکي وایي په جګړې کې چې د دواړو هیوادونو پوځیانو په یو بل د هاوان توغندي وار کړي پکې له ۳۰ نه زیات کسان ټپیان شوي هم دي. د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې، جګړه لومړی هندي پوځیانو پیل کړه او د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې یې په راکټ او هاوان توغندیو ویشتلې. خو بل پلو بیا د هند پوځ د جګړې د پیل کولو ملامتي د پاکستان په پوځ اچوي.