د هند د بهرنیو چارو وزیره مړه شوه

د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سشما سوراج د زړه د سکتې له امله د ٦٧ کلونو په عمر وفات شوه.

نوموړې د زړه د ناڅاپي سکتې له امله د نوي ډیلي یو روغتون ته ورسول شوه؛ خو هلته یې ساه یې وکړه.

سوراج د هند د لومړي وزیر نریندر مودي نژدې سیاسي ملگري وه، چې په ٢٠١۴کال کې د هند د بهرنو چارو وزیره وټاکل شوه خو د تیرو دوو کلونو راهیسې یې صحت ښه نه و نو ځکه یې په تیرو انتخاباتو کې برخه وانخیسته.

د هغې د مړینې د خبر د خپریدو نه وروسته د هند صدراعظم په یو ټویټ کې ولیکل چې د هند د سیاسي تاریخ یو روښانه څېره د نړۍ نه سترگې پټې کړې او د ملت لپاره یې د هغې خدمت وستایه.