د هند د پارلمان غړی وايي چې عامر خان د ابادۍ د زیاتېدو ذمه وار دی

د هند د واکمن ګوند (بي جی پي) د مدهیه پردیش د مندسور ښار څخه د پارلمان غړی سدهیر ګپتا وايي، چې په هند کې د ابادۍ زیاتېدل د تشویش وړ خبره ده او په عامر خان یې تور پورې کړ، چې داسې خلک په هند کۍ د ابادۍ د زیاتېدو ذمه وار  دي.

د معلوماتو له مخې، سدهیر ګپتا وویل، چې د عامر خان د لومړنۍ ښځې رینا څخه دوه اولادونه دي، د دویمې ښځې کرن راو څخه یې ۱ اولاد دی او اوس هغه دویمه ښځه هم پرېښې ده او په دریمه ښځه پسې ګرځي، په دې سره هغه هند ته څه پېغام ورکوي؟

د پارلمان دغه هندی غړی په عامر خان تور پورې کوي او وايي چې له بده بخته باید زه دا ووایم چې په هند کې د نفوس د زیاتېدو تر شا د عامر خان په څېر د خلکو کردار دی.

دا خبرې سدهیر ګپتا تېره ورځ په هند کې د نفوسو د زیاتېدو په اړه په یوه غونډه کې کړې. هغه وویل چې په ۷۰ کلونو کې زموږ ځمکه خو زیاته نه شوه، خو نفوس مو بېخي ډېر زیات شو، چې دا د هېواد لپاره ښه خبره نه ده.

د یادولو وړ ده چې عامر خان څو ورځې وړاندې خپلې دویمې مېرمنې کرن راو ته طلاق ورکړی دی، هغه د کرن څخه د ازاد راو خان په نوم یو زوی لري.

کاپي: هنرستان…