چهارشنبه , 15 مې 2024

د هند د ۲ بندرونو چارواکي وایي، پاکستان پرې د حملو پلان لري

د راپورونو له مخې هندي چارواکو د دې هېواد دوو  بندرونو امنیتي پرسونل ته خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې روزل شوې کومانډو ورباندې د حملې پلان لري.

هندي لوړ پوړو چارواکو د موندرا بندر او کوندلا بندر مسولینو ته خبر ورکړی، چې په پاکستان کې روزل شوې کوماندو په کوچ خلیج کې د کوندلا بندر لوېدیځ سواحولو ته داخله شوې ده.

د بندر چارواکو خپل امنیتي پرسونل ته لارښونه کړې چې د مهمو تاسیساتو او هغو سیمو چې زیانموونکې دي، امنیتي تدابیر سخت کړي او امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.

د دغو راپورونو په اړه چې په پاکستان کې روزل شوې دغه کومانډو څوک دي او څه پلان لري، هندي چارواکو له څرګندونو ډډه وکړه خو ویلي یې دي چې هندي ځواکونه بشپړ چمتوالی لري.

بل پلو د پاکستان د پوځ یوې سرچینې دغه راپورونه بې اساسه بللي او زیاته او ویلي یې دي چې هند په دې کار سره غواړي د نړیوالو پام له کشمیر څخه بل لور ته واړوي.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې چې نوي ډيلي د هند ترکنټرول لاندې کشمیر څخه د کورواکۍ ځانګړی موقف بېرته واخیست، زیات شوی دی.