د هند غوره ليګ بولي لپاره ۱۷ افغان لوبغاړي غوره شوي دي

د هند غوره ليګ (IPL) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بولي لپاره 590 داخلي او بهرني لوبغاړي غوره شوي دي، چې له پاکستان پرته د هرې لوبډلې لوبغاړي لري.
د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبډلمشر محمد نبي چې تېر څلور کاله د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره ولوبېده اوس بولي ته د لس میلیونه هندي کالدارو په کټګوري کې وړاندې شوی دی.
د افغان لوبډلې سوکه غوره توپ اچونکی مجیب الرحمن چې د پنجاب کینګز او حیدراباد لوبډلو سره لوبېدلی د ۲۰ میلیونه هندي کالدارو په کټګوري کې بولي ته وړاندې شوی دی.
ددې سربېره قیس احمد، نجیب ځدران، رحمن الله ګربز، فضل حق فاروقي، وقار سلامخېل، ظاهر خان، حضرت الله ځاځي، کریم جنت، حشمت الله شهیدي، ګلبدین نائب، حمید حسن او نوین الحق د پنځه ملیونه هندي کالدارو په کټګوري کې دي.
له دې ورهاخوا کیڼ لاسی نور احمد د ۳ ملیونه هندي کالدارو، اظهار الحق نوید او شفیق الله غفاري د پېل بیه ۲ ملیونه هندي کالدارې ټاکل شوې ده.
دغه راز راشد خان چې د حیدراباد لوبډلې سره یې لارې جلا کړې، د نوې لوبډلې لکنو سره تړون لاسلیک کړی دی.