د هند غوره لیګ د بولۍ وروستي لېست کې ۸ افغان لوبغاړي غوره شوي

په لومړیو کې له ۱۰۰۳ داخلي او خارجي لوبغاړو په ګډون د دغو سیالیو بولۍ ته ۲۷ افغان لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې وه، چې په ورستي لېست کې یواځې ۳۴۶ د هند کورني او بهرني لوبغاړي شامل شوي، چې له بهرنیو څخه به پکې ۸ افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي.

په شامل شویو لوبغاړیو کې د حضرت الله ځاځي، شفیق الله شفق،  ظاهر خان، محمد شهزاد، ګلبدین نائب، سید شیرزاد،  قیس احمد او کریم جنت نومونه راغلي دي.

راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي عیسی خېل به غېر له بولۍ د خپلو پخوانیو لوبډلو په ګټه ولوبیږي.

د هند غوره لیګ سیالیو د ۱۲م پړاو بولي د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د هند په جایپور ښار کې ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی