د هند غوره لیګ سیالۍ د نامعلومې مودې لپاره وځنډیدې

په نړۍ کې د کرونا وایرس پراخه کچه خپریدلو که له یوې خوا نړیوال بازارونه او هوایي او ځمکیني ترانسپورتونه ځنډولي خو له بلې خوا یې بشپړ سپورتي فعالیتونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

په دې لړ کې د هند غوره لیګ (IPL) سیالۍ چې په نړۍ کې یو د غوره تفریحي سیالیو درجه لري، د کرونا وبا له کبله د نامعلومې مودې لپاره له ځنډ سره مخ شوې.

د هند کرکټ بورډ وایي، لکه څرنګه چې په ټول هېواد کې ګرځبندیز عملي کیږي نو د همدې له امله د ای پي ایل سیالۍ موده هم پراخه شوه، اوسمهال د لوبو ترسره کېدل ناممکن دي، له همدې کبله دغه سیالۍ د نامعلومې مودې لپاره وځنډیدې.

ټاکل شوې وه د هند غوره لیګ سیالیو ۱۳م پړاو په ۲۹ مارچ پېل شي، خو په ۱۳م مارچ د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي په خاطر تر ۱۵ اپریل پورې وځنډیدې، خو اوس یې نیټه تر نامعلومې مودې وغځېده.

IndianPremierLeague

@IPL

NEWS : IPL 2020 suspended till further notice

More details here – https://www.iplt20.com/news/206310/ipl-2020-suspended-till-further-notice 

View image on Twitter
1,517 people are talking about this

د هند کرکټ بورډ او د لوبډلو مالکانو ترمنځ په یوه خبري ناسته کې دا پریکړه وشوه چې د لوبو په پرتله د خلکو سلامتیا او روغتیا ډیره اړینه ده، په همدې خاطر به دغه سیالۍ هغه مهال ترسره کیږي تر څو حالات بشپړ کابو او د کرونا خطر له منځه ولاړ شي.

بل لوري ته سریلانکا حکومت هند ته وړانديز کړی چې که غواړي دوی کولای شي ددغه لیګ سیالۍ  په سریلانکا کې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په هند کې اوسمهال په کرونا وایرس له ۱۲زره زیات کسان اخته شوي، په دې لړ کې ۴۲۰ کسان مړه شوي او سلګونه نور بیرته روغ شوي دي. د هند حکومت په ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.