د هند لوبډله کې ام ایس ډوني پنځم لوبغاړی شو، چې لس زره منډې پوره کوي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر ام ایس ډوني دریم لوبغاړی شو، چې په یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې پوره کوي.

ډوني تر دې دمه ټولې ۳۳۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې په ۲۸۱ پاڼیو کې یې توپ وهنه کړې د لس سلیزو او د ۶۷ پنځوسیزو په مرسته یې  ۱۰۱۷۳ منډې جوړې کړي، چې های سکور یې ۱۸۳ ناسوځېدلې منډې دي.

ډوني له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر وو.

له دې وړاندې د هند په لوبډله کې سچن ټنډولکر، ویرات کوهلي، سراف ګنګولي او راهول ډراویډ هم لس لس زره منډې پوره کړي دي.

د لس زره چټکو منډو جوړلو کې بیا لومړی مقام له ویرات کوهلي سره دی، چې په ۲۰۵ لوبې کې پوره کړي.

دویم مقام کې ټنډولکر دی، ده په ۲۵۹ لوبو کې لس زره منډې پوره کړي.

بل هندي لوبغاړي سراف ګنګولي په ۲۶۳ لوبو، اسټرالیاوي ریکي پونټیګ په ۲۶۶، افریقایي جیکالیس په ۲۷۲ او ام ایس ډوني په ۲۷۳ لوبو کې لس زره منډې پوره کړې.

له دې وروسته برین لارا، راهول ډراویډ، دیلشن، سنګاکارا، انزمام الحق، جیسوریا او جیوارداني هغه لوبغاړي دي، چې د کرکټ په یوه ورځنیو لوبو کې یې لس لس زره منډې پوره کړي دي.

خبریال : نصرت الله عمرزی