د هند يوه مشهوره هنرمنده مسلمانه شوې ده

په هند کې د کنړا ژبو فلمونو مشهوره هنرمنده سنجنا مسلمانه شوې ده، چې په هندي رسنيو کې د هغې د اسلام قبلولو د تصديق نامې عکسونه هم خپاره شوي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، سنجنا چې د کنړا ژبې د فلمونو مشهوره هنرمنده ده، خپل اصلي نوم يې ارچنا منوهر ګلراني دى او هغې په ٢٠١٨ کال کې اسلام قبول کړى او مسلمانه شوې ده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سنجنا د اسلام قبلولو تصديق نامه اوس ښکاره شوې ده، چې په هغې کې ليکل شوي دي، چې په ٠٩\١٠\٢٠١٨ کال کې هغې اسلام قبول کړى دى. دا تصديق نامه هغې ته د بنګلور د مشهورې مدرسې دارالعلوم شاه ولي الله له لوري ورکړل شوې ده.

د دغه مدرسې مشر مولانا زين العابدين رسنيو سره په خبرو کې دا خبره تاييد کړې ده، چې د دوى د مدرسې له لوري په ٢٠١٨ کال کې سنجنا ته د مسلمانېدو تصديق نامه ورکړل شوې ده.

په دې تصديق نامه کې د سنجنا نوم ارچنا منوهر ګلراني او عمر يې ٣١ کاله ښودل شوى دى، چې پکې دا هم ليکل شوي دي چې هغه په خپله خوښه مسلمانېږي. د سنجنا تر څنګ د دوه ګواهانو لاسليکونه هم پرې شته.

د دغه مدرسې مشر وايي، دوى هله يو چاته د مسلمانېدو يا اسلام قبلولو تصديق نامه ورکوي، کله چې دوى له محکمې نه د مسلمانېدو اجازه يا Affidavit راوړي، ځکه دوى هر يو کار د قانون سره سم کوي او تر څو پورې چې يو چا له محکمې اجازه نامه نه وي وروړي، دوى ورته د مسلمانېدو تصديق نامه نه ورکوي.

 

هغه تصديق نامه چې سنجنا له محکمې څخه ترلاسه کړې ده، په هغې کې ليکل شوي دي، چې زه له تېرو ١٠ کلونو راهيسې د اسلام په اړه اورم، نو وروسته مې بيا د اسلام په اړه پلټنه پيل کړه او ډېر څه مې يې په اړه ولوستل.

هغه وايي، چې د يو شمېر مسلمانانو سره يې په دې اړه خبرې وکړې او له هغه وروسته د اسلام څخه ډېره متاثره شوه، چې بيا يې د مسلمانېدو پرېکړه وکړه او د خپلې کورنۍ او ځينو نورو خلکو پر وړاندې يې اسلام قبول کړ، چې دا هر څه يې په خپله خوښه وکړل.

کاپي هنرستان…