د هند کرکټ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې هند په یوې زړه پورې لوبې کې پاکستان ته ماتې ورکړه او په دغه جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وګټله.
پاکستان هند ته په شلو اورونو کې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه چې هند په وروستي توپ دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.
د هند د لوبډلې مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي ۸۲ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهم رول ولوبه.