د هند کرکټ ملي لوبډلې نیوزیلېنډ ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

که څه هم د نیوزیلېنډ او هندوستان ترمنځ دوه یو ورځینې لوبې پاتې دي؛ خو هندۍ لوبډلې د لومړنیو دریو لوبو په ګټلو سره د پنځوس یو ورځینو لوبو لړۍ په ځپل نوم کړه.

په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې ترسره کړه چې په ۴۹ اورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدوسره هندوستانۍ لوبډلې ته د ۲۴۴ منډو هدف وټاکه توپ وهنه کې د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې لپاره روس ټیلر ۹۳ او ویلم ۵۱ تر نورو ډیرې منډې وکړې

توپ اچونه کې د هندوستان لپاره محمد شمعي ۳ بونیشور کمار چهال هرتیک بنډیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول

وروسته د هدف د ترلاسه کولو لپاره د هندوستان کرکټ لوبډله میدان ته راغله چې وایې شو کولی هدف ته ځان وروسوي او لوبه یې و ګټله هندۍ لوبډلې په ۴۳ اورنو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره هدف ته ځان ورسوه او لوبه یې و ګټله

توپ وهنه کې د هندوستان لپاره روهیت شرما ۶۲ او ویرات کوهلی ۴۰ تر نورو ډيرې منډې وکړې توپ اچونه کې د نیوزیلینډ لپاره بولټ ۲ او سنټنر یو لوبغاړي وسوځوه خو کومه ګټه یې ونه کړه او لوبه یې وبایلله

د پنځو یو ورځینو لوبه په لړۍ کې دا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دریمه بریا ده چې ترلاسه کوی یې په دې سره هندوستانۍ لوبډلې د لوبو تر ختمیدو وړاندې د یو ورځینې لوبو سریز په خپل نوم کړ

په دې لوبه کې محمد شمعي د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.