د هند کرکټ په غوره ليګ سيالۍ کې افغان توپ اچوونکي نوين الحق دری وېکټې واخيستې

د نوين الحق اړوند لوبډلې لکنو د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او پنجاب ته يې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه چې دا د هند غوره ليګ کې د تر ټولو ډېرو منډو دويم ریکارډ دی.
پنجاب لوبډلې ونشوی کړی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله د ۲۰۱ منډو په جوړولو سره وسوځېده، چې نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي وسوځول.