د هنر محدودیدل

لیکوال:جمشېد عمر

د باقر پر یو بیت مې یو چا ته لنډ ځواب ورکړ.

زما په جيـب کې د غنـم يوه دانه پرتـه ده
چېرته چې ځمه نو مرغان راسره سم روان وي

د اکثرو په ذهن کې دا خبره ګرځې، چې د نن ورځې شعر به یواځې، د استاد محمد صدیق پسرلې، ساحل، کاروان، سالک، جیلاني جلان، اجمل ښکلی، غریب یار، ترابي…  او یا هماغه د څو سوه کاله پخوانو (خوشحال بابا، حمید، رحمان …) چې ویلي یعني غټو شاعرانو ویلی وي او یا د دوی شعرونه د نن ورځې شعر سره برابر دي، نه داسې نه ده. د نن شعر هغه شعر ته وايي، چې هر څه یې د نن وي یعني د  ننۍ ټولنې مسایل په ننۍ ژبه.  ځینې به زموږ هم دوره وي؛ خو فکر و خیال به یې د کلاسیکي دوری وي. اوس داسې شاعران هم لرو، چې تصوف ته وفاداره دي. د ځینو سبک یا د رحمان بابا وي او یا د حمید. هغوی د هماغه دور شاعران دي او موږ د دي. اوس دا خبرې څوک نه کوي، چې مخ د یار شمس و قمر دريواړه یو دي. یا مخ دي لکه ګل صنم/  زلفي دې ولولو صنم. پکار نه دی، چې همدې کلیشه موضوعاتو ته دې شاعر پابند اوسي. شاعر هم د نورو هنرمندانو په شان د انتخاب حق لري، چې خپله موضوع وټاکي. حتی کره کتونکي هم د هنر د موضوع په اړه د دخالت حق نه لري او که نقد کوي؛ نو نقد یې باید د هنر سره اړیکه ولري.  مثلاً که یو کره کتونکی پر یو شعر نقد کوي؛ نو دی یې په تخنکي برخو، لفظې او معنوي ښکلا… باندې نقد کولی شي. داسې نه شي ویلی چې اوس دي موضوع ته څه اړتیا وه، چې تا ویلي، هغه بله موضوع به دې را اخیستي وه. د هنر موضوع یواځي او یواځي هنرمند پورې اړه لري او بس. له بده مرغه، چې ځینې خلک اوس هم د شاعر نه د ګل او د بلبل توصیف غواړې. که یې شعر په ذهن خوږ ولږیده؛ نو وایي به چې همدا بهترین شعر دی او که یې خوښ نه شو؛ نو وايي به چې دا یې څه چټیات ویلي دي. یو وخت یوه اصطلاح پيدا شي، بیرته ورکه شي او څومره وخت وروسته بیرته بازار پيدا کړي، لکه سمبول. اوسني شاعران هم همدا غوره ګڼې، چې خبره دي پټه بیانه شي. دا د ټولنې تقاضا ده. دلته ظلم خپل سیوری غوړلی. دلته دې که سپینه خبره وکړه، ژبه درنه غوڅوي؛ نو د باقر په شان د ډېرو شعرونه سمبولیکه دي.نو د نن شعر هغه دی چې د نن ټول خصوصیات ولري. هغه شعر چې د یوویشتمي پیړۍ ژبه، خیال او احساست راونغاړې.

د نن شاعر ته دا ویل په کار نه دي، چې ته باید د څو سوه کاله پخوانې موضوعات په شعر کې تکرار کړي. یا دا خبره هم غلطه ده، چې شاعر یوه درنه دنده په غاړه لري او هغه هم د ټولنې ښه لور ته رهنماي کول دي. اوس دا دنده ده ته د کله او د چا لخوا ورکړل شوه؟ ایا په ټولنه کې همدا کسان دي، چې خلک ښو کارونو ته راوبلي؟ خیر که داسې وي؛ نو د ښوونکي او ملا دنده بیا څه ده؟ ایا که شاعر په خپل هنر سره ټولنه ښه لور ته رهبري نه کړي دا ټولنه د تباهی په لور روانه وي؟ ایا هغه هیوادونه چې شاعران یې زموږ غوندې ډېر نه دي، هغه ټولنې فاسدي دي؟ ایا هنر محدودولی شو؟ شاعر هم یو عادي کس دی؛ خو د شاعر لید لوری د نورو په شان نه دی. هغه مسایل چې د ټولنې یو عادي کس باندې اغیزه کوي؛ نو پر شاعر یې هم کوي. فرق یې په ده کې دی، چې شاعر یې په خوږه ژبه بیرته ټولنې ته وړاندې کوي او د عادي کس په لاشعور کې پټه شي. هنرمند ددی لپاره نه دی، چې یو داسې اثر خلق کړي، چې هغه دي د ټولنې په درد وخوړل شي، بلکې د هنر لپاره یې ګټه شته. لکه زرو ناول. اصلان زموږ د ټولنې تصویر دی؛ خو کوم کار چې زرو کړی باید داسې نه وای شوي.

نیما وايي: زه د شعر په پيژندلو کې دا فکر کوم، چې څه یې لیدلي؟ څنګه یې بیان کړي؟ یعني د ښه شعر په پيژندلو کې دوه شیه مهم ګڼم: څنګه لیدل؟ څنګه ویل؟ یعني د لیدل طرز او د بیانولو یا د کار طرز.

تصویر دې وګورمه بیرته یې په جیب کې کیږدم

غنم چې وریبمه لور په دیواله کې کیږدم

مرغان چې وږي شي زما د وجود غوښې وخوري
په عجيبـه غوندې دربـار کې ملـنګي کومه

د لیدلو طرز: هغه اصطلاح ده، چې شاعر نړۍ ته د یوې نوې زاویې څخه ګوري. د نوښت کلمه هم همدا رانه غواړې، چې د تکراري کلمو او تکراري موضوع څخه دې شاعر نور تیر شي. نیما شعر داسې تعریفوي، چې شعر هغه لید یا مشاهده ده، چې د ګوتو په شمار خلک لري. هغه شاعر چې نوی لیدل لوري ولري؛ نو شعر یې په نوښت کې حسابیږي، که څه هم په کلاسیک فورم کې یې شاعرې کړي وي؛ خو برعکس هغوی، چې د لیدلو طرز یې تقلیدي وي، که څه هم په نوي فورم کې یې شاعري کړي وي؛ خو بیا هم بې نوښته وي.

د بیانولو طرز: لیدل او بیانول دواړه سره تړلي دي. د یو شاعر ژبه به غني وي. د لید زاویه به یې تر ډېره لري ځایه کار کوي. د شعر لپاره به یې هر څه برابر وي؛ خو مهمه داده چې اوس یې څنګه بیانوي؟ د هر شعر ځانته مخاطبین وي. کیدای شي زما د پيرمحمد کاروان شاعرې خوښه وي؛ خو د بل به بیا د خوشحال بابا شعرونه خوښ وي. د خوشحال بابا اکثره خبرې د هماغه وخت خبرې وي؛ خو د باقر تجربې د نن تجربې دي. زما به هره خبره په ابهام (سمبول) کې خوښيږي؛ خو د بل به بیا سپينه خبره خوښه وي. دلته خبره ده خوښې نه ده، خبره د نن چې کوم شاعر د نن شعري خصوصیات لري.

ځه که عمر رانه کشر دی ساده دی

غمه ته خو مې همځولی یې پوهیږي  (سعود)

یوه یادونه باید وکړم، چې ځینې برخې مې د یوې مقالي نه راژباړلي وي او بیا مې په دې مقاله کې په درد وخوړلي.