د رسنيو د راپورونو له مخې، د هوايي شرکتونو نړیوالې ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې بهرني هوايي شرکتونه ښايي له اقتصادي ستونزو سره مخ پاکستان کې خپل عملیات ودروي ځکه دوی ته د پيسو په ورکولو کې خنډونه رامنځ ته شوي.
دغه ټولنه زياتوي، چې پاکستان له بهرنیو شرکتونو څخه د جنورۍ راهیسې ۲۹۰ میلیونه ډالره پوروړی دی، چې دا له نایجیریا وروسته د هوایي شرکتونو د پورونو دوهمه لویه اندازه ده.