د هوښيار ماشوم د روزنې څلور رازونه

ژباړه: محب الله آرمل

ماشوم د والدينو له مرستې پرته هېڅ کله نشي کولی خپل فکري نبوغ او قدرت اظهار کړي، په همدې موخه به دلته د لا هوښيارو او عاقلو ماشومانو د روزنې څلور په زړه پورې او آسانه رازونه و پېژنئ .

۱ –  امنيت

د انسان مغز د تل لپاره د امنيت پلټونکی دی، که انسان د امنيت احساس ونکړي، نشي کولای مطالب او معلومات ذهن ته وسپاري. نو دا ډېره مهمه ده چې ماشوم ته د امنيت احساس وبښئ.

د دې کار لپاره ماشوم ته ځان نږدې کړئ، مينه ورکړئ، هغه مچ کړئ، ورسره سترګې په سترګو شئ، ورته وخاندئ، خبرې ورسره وکړئ او ښه لباس ورته واخلئ.

دغه راز له خپلې مېرمن سره نږدې عاطفي اړيکې لرل او له هغه سره مينه کول هم ماشوم ته د امنيت احساس ورکولی شي. د امنيت په فضا کې لوی شوي ماشومان خلاق وي او فکري استعداد يې نظر هغو ته چې له دې اړخه محروم وي لوړ وي.

۲ ـ په لوړ غږ کيسې ولولئ

پوهان ټينګار کوي چې پلورنه بايد د ورځې په اوږدو کې وخت ناوخت خپلو ماشومانو ته کيسې ووايي. مغز يو داسې سيسټم دی چې تل په شهکارونو پسې ګرځي، چې څومره زياتې کليمې ماشوم اوري په هماغه اندازه د خبرو کولو رازونه زده کوي. نو ښه دا ده چې ماشومانو ته کيسې وکړئ. موږ اکثره وخت خپل افکار ماشومانو ته نه وايو مګر د افکارو تبادله د ماشومانو د هوښيارۍ او فکري پياوړتيا لامل کيږي.

 

که يو ماشومام په درې کلنۍ کې روانې خبرې وکړي نو تر هغه ماشوم زيات هوښيار دی چې په دغه  عمر کې روانې خبرې نشي کولی، دغه شان ماشوم په ښونځي کې هم نظر نورو ته فعال وي او د لوستلو، ليکلو راز تر نورو ژر زده کوي.

څنګه کولی شو دغه شان استعدادونه په ماشومانو کې وروزو؟ د دې کارلپاره درې لارې شته . له کليمو زياته استفاده، پېچلي او ناويلي لغات ويل خو اعتدال پکې شرط دی، همدارنګه د لغاتو په څرنګوالي خبرې کول.

کله چې ماشوم ته په لوړ غږ کيسې لولئ، هغه په غير ارادي ډول مختلفې کليمې خپل ذهن ته سپاري او د کيسو په محتواياتو فکر کوي.

ستاسې د خبرو لحن هم پدې برخه کې د اهميت وړ دی، کله چې د ماشوم په ژبه ماشوم ته خبرې کوئ، په اصل له ماشوم سره د ژبې په زدکړه کې لا مرسته کوئ او د هغوی افکار روزئ.

ځينې کورنۍ له خپلو چوپ او بې شوره ماشومانو سره زياتې خبرې نکوي، ددې کار پايلې ښې نه وي، ماشوم بې جرئته او ځان ځاني لويږي، بهتره ده له داسې ماشومانو سره هم خبرې اترې وشي.

۳ ـ ماشوم ته کتل

دا چې کله نا کله ماشوم ته په موسکه څېره وګورئ او د ده نظر هم جلب کړئ، نو لدې اړيکو به خوند واخلئ؟ هو همدا کار زيات وکړئ ځکه چې دغه چاره به ستاسې د ماشوم ذهنې وړتيا لوړه کړي.

څېړونکو معلومه کړېده چې ماشوم په درې او څلور مياشتني عمر کې د والدينو د څېرو يا بڼو مختلف حالتونه تشخيصوي، خو په پنځه مياشتني عمر کې کولی شي د نور کسانو په څېرو کې موجود احساسات هم درک کړي، د اوه او نهه مياشتني عمر په درلودلو بيا کولی شي د حيواناتو بڼې هم وپېژني .

احساس لومړنی شی دي چې ماشوم يې په واسطه له نورو سره اړيکه نيسي، د نورو کسانو د بڼو او حساساتو پېژندل د بې غږه اړيکو مهارت دی.

۴ ـ په ګوتو اشاره کول

څېړنې ښيي چې يوڅه ته په ګوتو اشاره کول او د هغو نومونه بيانول هم له ماشوم سره د خبرو په فصاحت او زدکړه کې مرسته کوي.

په لومړيو کې کله چې تاسې يوڅه ته ګوته نيسئ ماشوم ممکن تاسو ته وګوري خو کله چې وخت تېریږي او لويږي ستاسې د ګوتې په شارې پوهېږي او هماغه ځای ته ګوري چې ستاسې موخه ده، په ۹ مياشتيني عمر کې ماشومان دا هم زده کوي چې هغه څه ته وګوري او فکر ورباندې وکړي چې تاسې کله ناکله اشاره ورته کړې ده، دغه چاره معمولا ماشومان ځيرک او دقيق آموخته کوي او په هوښ يې مثبتې اغېزې لري.

هڅه وکړئ چې تل يو څه ته اشاره وکړئ او د هماغه څيز په باره کې معلومات وړاندې کړئ، په پيل کې به ستونزې وي خو د وخت په تېرېدو د ماشوم او ستاسې ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګيږي او څه چې بيا تاسې توصيه کوئ ماشوم يې عملي کوي.

پای